کور / سياسي / د افغانستان دولت ولي خپل سیاسي توازن له لاسه ورکړي دي!

د افغانستان دولت ولي خپل سیاسي توازن له لاسه ورکړي دي!


 
د دولت داري یا حکمراني په پیاوریتوب کښي  د بهرنیو چارو وزارت ډیر لوړ او ارزښتناک رول لوبوي. که مونږ د لویدیزو هیوادونو اقتصادی، تعلمي، او سیاسي طاقت ته ځیر شو. د هغه یواځني وجه په ټولنه کښي د سالم رقابت بنیاد او اساس دي. پرمخ تللي هیوادونه د لنډ مهال او اوږد مهالو پلانونو لپاره په ځانګړي توګه یوه اداره لري چي  د لوړو چارو د آزمویني او د تصمیم نیولو بورد لري.
دغه اداره لسکزیزه مشورتي بورد لري ( چي د دولت د معنوي قوت په نامه باندي بلل کیږي) په ظاهره توګه دغه بورد په سترګو نه لیدل کیږي . خو کاری قوت او ماهیت ای هر چیرته د لیدلو وړدي. سر بیره لدی چي دغه لسکزیزه بور خپل هیواد ته داخلي او خارجي پالیسي جوړه وي،  همدارنګه د دولت په چوکات کښي مهیمو پوستونوته لایق، اوښیار او امین اشخاص جلب اوپه کارګماري . دغه کاری ټیم په داسي سستم بدل شوي دي، چي کمزوره هیوادونه نشي کولاي بغیر د پیاوړو هیوادونو له مرستي څخه خپل ورځوني ژوند پرمخ بوزي، خو په آسیا کښي دوه هیوادونه لکه پاکستنا ن او هندوستان  چي دا ډول پورمول ايی ۶۰ فیصده په خپلو ادارو کښي تطبیق کړي دي.
راځو د خپل ګران هیواد افغانستان د دولت ستونزو او کمزورتیا ته:
لومړی : د نا اهلو سفیرانو ګمارل.
د سفیرانو ټاکل د احمد او دمحمود د خوشحالي لپاره ګمارل شوي او ګمارکیږي، که د افغانستان په تاوان هم تمامیږي خو افغان چارواکو ته دا موضوع بي تفاوته ده.  که بل طرف ته نظر وکړزمونږ ګاونډي هیوادونه لکه پاکستان، ایران، خپل دیپلوماتان د شرایطو په اساس  ګماري (لمري ) دیپلومات باید په سیاسي علومو کښي ماستري لاسته راوړي وي (دوهم ) د ملګرو ملتونو په ۲ ژبو باندي په عالي درجه حاکمیت ولري (دریم ) د ۶ میاشتو لپاره د بهرنیو چارو د وزارت په چوکات کښي داسي سنګینه وظیفه  په غاړه واخلي چي  په مستقیمه توګه د بهرنیو چارو د وزیر او اول معین  د عملي او نظري ازمویني لاندي وي. ترڅو د کارکونکي لایقت، زرنګتوب، د هیواد سره مینه درلودل او وفاداري  ترمراقبت لاندي ونیسي، وروسته همدغه کارمند  د بهرنیو چارو د وزیر په موجودیت کښي د اولسمشر سره خبرو اترو ته راغوښتـل کیږي چي د خپل ذکاوت، تمکین او ثبات په هکله اولسمشر ته ډاد ورکړي. آیا زمونږ په ګران هیواد کښي د استازو په ګمارلو کښي دغه پورمول تطبیق شوي دي ؟ آیا په اداره کښي داسي  با ثباته بدلون راغلي چي ګاونډیان ورته دوقار په سترګو وګوري؟ په پښتو کي لوي متل دي (اول زده کړه بیا کوزده کړه) که تش په تمثیل کیدلاي نو افغاناني چارواکو د ۹ کلونو په اوږدو کي هرنوعه تمثیلونه وکړل خو هیچ ځاي ایی غوره نه کړ، ځکه اساس او بنیاد چي نوي دخوب په فکرونو او په تمثیلي پارچو باندي ځه لاس ته نه راوړل کیږي. ( په خیالي خوبو مي ځان پاد شاه کړ چي سرمي پورته کړ ملنګ د دنیا ومه) .

ډوهم : د بهرنیو چارو په وزارت کښي د یوه فعال او کاري ټیم نه موجودیت:
د ۹ کلونو په اوږدو کښي افغانستان د یوه فعال او زرنګ  بهرنیو چارو وزیر ندرلود چي د افغانستان لپاره اي داخلي او خارجي پالیسي جوړي کړي واي ، چا د اولسمشري چوکي ته د رسیدلو په امید وخت تیر کړ، او چا خپل او خپلوان او پلویان په نظر کښي ونیول، اوسني چارواکي په دي فکر کښي غرق دي ( زه ښه یم او اولاد مي ښه دي نور که په ملت خړ سیلاب راځي زما یی ځه) په حقیقت کښي د ملک د بهرنیو چارو وزارت د مملکت معنوي طاقت دي چي په هر اړخیزه توکه د هیواد په سوکالي او بریالیتوب کښي غوره مسولیت او پیاوړي رول لوبوي .

دریم. د اولسمشر کرزي صاحب په دفتر کی د کارپوه اشخاصو کمښت:
که اولسمشر حامد کرزي صاحب په خپل دفتر کښي ۱۰ صادق او کاپوه مشاورین درلودلي، چي د دولتي چارواکو کارونه ایی په تخنیکي شکل تعقیب کړي واي، او د سالیمو تدابیرو لپاره ايی هلي ځلي کړي واي، اولسمشرته د ښي مټ خاوندان کرځیدلی وي، نو نن ورځ به د اولسمشرحامد کرزي صاحب نه ږیره دمره سپیندلاي، او نه به ای د عالم په مخکي ژړا کوله، او دملک وقار به هم پر څاي وي. اما له بده مرغه فقط د جوبونو د ډکولو مامیله ده هر چاه چي ډیره غلا وکړه همغه لوي ملي قهرمان دي، دا چي راتلونکي نسل په اوسني حالت باندي څه قضاوت کوي هغه جلا خبره ده.

څلورم:  د دولت په اداره کښي اداری فساد او بی عدالتي.
جهاني ټولني په بار بار د افغانستان په دولت نیوکه کړي که چیرته د اداری فساد مخنوي ونشي نو جهاني ټولنه به د افغان دولت سره په خپلو مرستو کښي کمښت راولي، او بله خوا په هیواد کښي مظلوم هیوادوال د ظلم او بي عدالتي څخه ډیربي صبره شوي دي. چي د شیکایتونو په باب ایی د دولت مقننه، قضایه، او اجرایه قوواوي  هیڅ عمل نشي کولاي، او نه اي توامندي نلري چي ظالم او مفسید عناصرمحاسبه کړي او د قانون منګولو ته ایی را کش کړي. ځکه  د دولت لوړپوړي چارواکي په خپله د درغلي په مرض مبتلا دي ، لدي کبله دغه دري دولتي ارګانونه دا توان او جرعت نلري چي د اداري فساد مخه ونیسي. 

مظلومو هیوادوالو خوبونه درلودل چي د اولسمشر کرزي صاحب په دوهمه دوره کښي به ښکولي بدلوننه راشي چي د هیواد به سوکالي ، آرامي ، او وقارکښی به غوره رول ولوبوي. ولیکن د هیوادوالو دا خوبونه او ارمانونه د پخوا په شان له خاوروسره خمیرشول. . په دي  کي شک نشته چي ځنو اشخاصو ډیري اقتصادي ګټيي وکړي، اوپه ډیر کم وخت کښي د شخصي تجارتونو خاوندان شول. په تخنیکي لحاظ سره کله چي په یوه باریکه کښي یو شي جوړیږي چي مواد ای عالي درجه ونلري نو تولید اي ډیر خراب راځي، که د خراب تولید مالک هرځمره خپل غږ پورته کړي خو هیڅوک ای آواز نه اروي، ځکه خلک ای د تولید په علت پوهیږي. د دولت لوړپوړي چارواکي پرخپلو وبناګانو او خبری مجالیسوکی ټینګار کوي چي د دولت اداره فعاله ده او ټول کارونه په ډیر ښه ډول پرمخ څي ، قضایه، مقننینه، اجرایه قواوی په ډیرښه صورت سره په هیواد کښي  خپل کارونه ادا کوي. خو واقیعیت داسي ندي آیا په پلازمینه کابل کښي په بازار کښي نرخ تر کنترول لاندي دي؟  ولي د هیواد په ګمرکونو کښي د ملي تجارانو ځخه چارواکی رشوت آخلي؟ د خلکوشخصي ګاډي د امنیتي حوزو په چارپیریال کښي غلا کیږي، په اینتخاباتو کښي درغلي او مینځي اختلافات له خپل حد څخه اوښتي، په هیواد کښي د سولي اوبیا پخولایني په نامه د شهرت او مالي تمویل لپاره جیرګي جوړي شوي اوبس. د کابیني غړي د احمد او د محمود د رضایت په لحاظ اینتخاب شوي نه د عملي خدمت او ذکاوت په اساس چي د هیواد د خدمت لپاره اغیزمن تمام شي، داهغي  ستونزي دي چي هیوادوال سر تري ټکه وي. يو هیواد چي په خپله پلازمینه کښي دا ډول ستونزي ولري. او چارواکي ايی فرمایی چي آرامه آرامي ده، ځکه رښتیا دوي آرامه دي که په ملت باند هره بلا راځي هغه د هغوي مسولیت ندي، د شرم ځاي دي د مظلومو هیوادوالو پر سترګو کښي مو ډیري خاوري وروشیندلي ، د مسولیت احساس وکړي د خپلو اجدادو تاریخ او غیرت درپه یاد کړي ځانونه مه تیروي، او دا په یاد ساتي دا مظلوم ملت به بیا په پښو ولاړشي، او د ستاسو سره به یکه یکه د هرڅه حساب کوي. واقعیت خو دا دي د افغانستان په شان ستونزمن هیواد به  د کمزورو چارواکو په ضریعه به څه ډول داخلي پالیسي جوړی کړي، او نړیوالوته به د خپل هیوا په هکله په نندارتون کښي کوم ډول ملی افتخارات او بریالیتوبونه وړاندي کړي. او تر هرڅه مهم د نړیوالو اعتبار به په څه ډول لاسته راوړي ؟  که مونږ پاکستان، هندوستان، او ایران ته نظر وکړو دغه هیوادونه  په ګدايي باندي پرمخ ندي تللي، بلکي په خپله ایمانداری او شهامت سره ایی خپل هیوادونه اباد کړي دي. چي په نتیجه کښي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څو څله اعلان کړي (مونږ په منطقه کښي پاکستان ته داسي اړیو لکه وړوکی ماشوم چي د مور شودو ته اړتیا لري. د دي معني داده چي د افغانستان ګاونډیو هیوادونو خپل وخت ندي ضایع کړي، بلکي خپلو هیوادونو ته ایی عملي خدمت کړي دي چي نړیوال ورته د وقار په سترګو ګوري.  لبده مرغه مونږ افغانان الله تعالي د نفاق او کرکيي په مرض مبتلا کړي یو، چي ترکومه وخت پوري به زمونږ مظلوم هیوادوال د موجوده نفاق او کرکي قربانیان وي .