کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د بشرپال وحشت ياري

د بشرپال وحشت ياري

 


د ناټو په وروستۍ سرمشريزه کې چې د پرتګال په پلازمېنه لېزبون کې وشوه له افغانستانه د ناټو او امريکايي ځواکونو د وتلو پر نېټې او افغان امنيتي ځواکونو ته د چارو پر سپارلو خبرې وشوې. که څه هم په غونډه کې پر دې هوکړه وشوه چې بهرني ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کاله پورې تر ډېره له افغانستانه ووځي خو له دې سرمشريزې وروسته ناټو، امريکايي او انګليسي پوځي قوماندانانو په بېلابېلو څرګندونو کې په ټينګار سره وويل چې تر هغه به له افغانستانه نه ووځي چې ددوی په وينا دوی ته اړتيا وي او خپل کار يې سر ته نه وي رسولی. دوی په افغانستان کې خپلې دغې پاتې کېدنې ته له افغان ولس سره د دوستۍ نوم ورکړ او ويې ويل چې دغه دوستي به لسګونه کاله نور هم دوام وکړي.


له دوی سره زموږ دوستي کله پيل شوه؟


له شاوخوا دوو سوو کلونو راهيسې افغانستان له بريتانويانو سره چې عام افغانان يې انګريزان بولي لاس او ګرېوان دی. بريتانيا زموږ په هيواد کې دوه سترې ماتې خوړلي، خو له هغه سره سره يې د افغانستان په چارو کې خپل رول ټينګ ساتلی دی. د بريتانويانو ترڅنګ له تېرو نهو کلونو راهيسې امريکا او ناټو هم په افغانستان کې د پوځي دخالت له لارې له افغانانو سره ددوستۍ نارې زمزمه کوي. د دوی دغه دوستي پر افغانستان د ۲۰۰۱ کال له تېري وروسته پيل شوه او له خپلو ټولو بدو پايلو او لاسته راوړنو سره سره لاهم روانه ده. له امريکايانو، ناټو او انګرېزانو سره زموږ د نوې دوستۍ لامل په افغانستان کې د القاعدې د ډلې شتون او په نړيواله کچه د طالبانو له حکومت سره تربګني ښودل کېږي چې پربنسټ يې امريکا او د هغې نړيوال ائتلاف پر افغانستان بريد وکړ او په دغه هيواد کې يې د خپلې خوښې يوه نظام جوړېدو ته لار پرانيسته.


د طالبانو او القاعدې د ځپلو ترڅنګ امريکا او د هغې ملګرو په افغانستان کې د بشري حقونو او ډيموکراسۍ د ټينګولو نارې هم د خپل بريد د موخو په سر کې راوستې او په دې برخه کې کار يې خپل مکلفيت باله. امريکا لکه شوروي چې پر افغانستان د يرغل پرمهال د کمونيستي مفکورې خپرول خپل اصلي مسئوليت ګاڼه د ډيموکراسۍ خپرولو ته ملا وتړله او په افغانستان کې يې کټ مټ د هغه څه عملي کول وغوښتل چې په امريکا کې دي. د ډيموکراسۍ ترڅنګ د بشري حقونو ټينګول او د انسان حق ته درناوی هم د امريکا او د هغې د ملګرو لوی شعار و.


ډيموکراسي او بشري حقونه او که وحشت؟


له همدې ليکنې څو شېبې وړاندې مې د (ټکسي يوه تور لوري ته) تر نامه لاندې فلم وکوت. په دې فلم کې چې په انګليسي ژبه دی راته يو په يو د امريکايي ډيموکراسۍ او بشرپالنې بېلګې په ډاګه شوې. فلم پخوا جوړ شوی او د يوه بې ګناه افغان د ژوند پر برخليک را څرخي چې د خوست ولايت اوسېدونکی دی او دلاور نومېږي. دلاور د ۲۰۰۲ کال په ډسمبر کې په داسې حال کې چې ټکسي يې چلوله او له خوست ښاره د يعقوبيو ولسوالۍ پر لور روان و د افغان ځواکونو لخوا ونيول شو او بيا امريکايي ځواکونو ته وسپارل شو. د هغو څېړنو په پايله کې چې په دې فلم کې شوي جوتېږي چې شهيد دلاور په بګرام امريکايي زندان کې د ډېرې شکنجې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه له شهادته وروسته اخيستل شوي انځورونه هم دده بې ګناه ځوان پر معصوم بدن د وهلو ډبولو نښې ښکاره کوي او له پزې يې هم مالومېږي چې ماته شوې ده. په پېښه کې د ښکېلو امريکايي زندان ساتونکو له خبرو هم داسې ښکاري چې نوموړي مظلوم افغان ته بې له کوم دليله دومره شکنجه ورکول شوې چې له امله يې شهيد شوی دی. دلاور پر امريکايانو د توغنديو د بريدونو په تور نيول شوی و او د همدې تور د سپيناوي د څېړنو څو شپې نه وې تېرې چې د هغه ژوند پای ته ورسېد. که څه هم د ښاغلي دلاور کورنۍ او کليوال هغه يو ملکي او بې غرضه سړی ښيي خو امريکايانو هماغه وخت ادعا کړې وه چې نوموړی يو ډېر خطرناک ترهګر و او بايد د امريکا د دښمن په توګه چلند ورسره شوی وای. په دې فلم کې د شهيد دلاور ترڅنګ د يوه بل افغان شهيد حبيب الله خبره هم شوې چې په بګرام کې يې د ورته لامل له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ددې دواړو ترڅنګ فلم د ګوانتانامو او ابوغريب زندان هغه تصويرونه هم را اخيستي چې څو کاله وړاندې يې د امريکايي بشرپال تهذيب اصلي څېره (وحشت) ټولې نړۍ ته په ډاګه کړه. د همدې صحنې په ليدو سره ټولې هغه پېښې راته يادې شوې چې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې په افغانستان، عراق او نوره اسلامي نړۍ کې شوې دي. بې ګناه وژنې، بې ګناه نيونې، پر ودونو بمبارۍ، په توره شپه د مېرمنو او ماشومانو له منځه د ملکي کسانو را اېستل او ددې ترڅنګ د بې ګناه مېرمنو، ماشومانو او نارينه و شهيدانول، د اسلامي فرهنګ په وړاندې د ډيموکراسۍ په نامه د بې لارۍ لپاره هڅې، له اسلام او مسلمانانو سره ښکاره دښمني، د ځوانو نجونو او هلکانو بې کچې ازادي او داسې نور ډېر هغه څه مې ذهن ته راغلل چې د امريکا د بشر پالو ادعاو له لس کلنېدو وروسته يې مسلمانان او افغانان زغمي.


دداسې امريکايي کړنو په ليدو سره هر عاقل انسان ددې حق لري چې وپوښتي چې پر افغانستان د امريکا د بريد پرمهال د بشر پالنې او ډيموکراسۍ ژمنې څه شوې، آيا بشر پالنه همداده چې يو تنکی ماشوم دې د يوه عادي تور له امله بې پلاره شي، د ډيموکراسي اصول همدادي چې په سلو کې ۹۰ ټول هغه کسان دې چې له ترهګرو سره د اړيکو په تور نيول شوي بې ګناه وي(امريکايي څارنوالان، خبريالان او د زندانونو يو شمېر پخواني امنيتي چارواکي همدا خبره کوي) بشري حقونه دا وايي چې له يوه عادي سړي نه دې د اسامه او ملامحمد عمر د ځای ځايګي د پوښتلو پروسه دومره سخته شي چې هغه دې خپل ژوند له لاسه ورکړي، انسان او انسانيت ته درناوی دې ته وايي چې د عزت او ابرو له خاوندانو جامې ووېستل شي، هغوی پر سپيانو وداړل شي، پر جنسي الاتو دې يې لوبې وشي، يو پر بل دې لوڅ واچول شي او ددې ټولو ترڅنګ دې بيا د وحشي شکنجو په پايله کې شهيد شي؟


دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د اسلامي امت پر درد هر دردمن سړی يې ځواب غواړي او ددې ترڅنګ دا هم پوښتي چې دا دا د پيشو او موږک ياري به تر کومه ځايه رسېږي. هر سړی په دې پوهېدل غواړي چې د امريکا دا بشر پال وحشت به چېرته رسېږي او په پايله کې به يې نورې څومره افغان کورنۍ د غم پر ټغر کېني.


که حالت همداسې وي چې تر اوسه يې دوام کړی نو په ښکاره سره ويلای شو چې هېڅوک هم دا حالت نه غواړي، هېڅوک هم ددې بدرنګه يارۍ دوام نه غواړي او هيڅوک هم پر دې حالت راضي نه دي. د ستونزې د حل لپاره به ښه لاره دا وي چې د افغانانو ترمنځ تفاهم رامنځته شي، د بهرنيو ځواکونو شتون پای ته ورسېږي او په هيواد کې دداسې يوه اسلامي نظام جوړېدو ته لار اواره شي چې په ملي او بين المللي کچه د افغانانو استازيتوب وکړای شي او هغوی د نورو له وحشت او دهشت نه خلاص کړي.