پر ټټر د لونګين بويول غواړي
64
يوه شپه يوازې د خپلې مطالعې په خونه کې ناست وم خو د مطالعې پر ځاى مې د بي بي سي راډيو نيولي وه ، ځکه ما ويل چې له پېښو ځان خبرول هم مطالعه ده.
بي بي سي د خبرونو په ترڅ کې د مرګ ژوبلې تاوده ، تاوده راپورونه ورکړل خو کله چې خبرونه پاى ته ورسېدل نو سپين تڼي د قرآن کريم په هغه نسخو باندې چې په امريکا کې يې د اسلام دښمنانو له خوا د سوزول کېدو تبيا نيول شوي وه ( چې له نېکه مرغه وروسته بيا دا شيطاني کار تر سره نه شو) لنډ بحث جوړ کړى و ، چې ما يې د اورېدلو توان نه درلود نو مجبور شوم چې راډيو بند کړم او د المارۍ څخه د مطالعې لپاره کوم کتاب رواخلم .
د کتابونو د المارۍ ور مې ددې لپاره پرانيست تر څو يو داسې کتاب د لوستلو لپاره په کې پيدا کړم چې لوستى مې نه وي ، خو چې هر کتاب به مې راخيسته نو له يو ځل لوستلو څخه نه و پاتې.
اخر په المارۍ کې د ډېرو ګرځېدو راګرځېدو نه وروسته د ښاغلي نوراجان بهير شعري ټولګه چې په دې نږدې وختونو کې تازه له چاپ نه راوتلي ده او هغه ( په سپوږمۍ کې تصوير يو دى ) نوميږي په لاس راغله او ما هم بې له کوم سوچ و فکره رواخيسته او له حمد شريف نه مې يې په لوستلو پيل وکړ . د يادې شعري ټولګې ډېرى غزلې مې د شپې تر دوولس _ دولس نيمو بجو پورې څو څو ځله ولوستلې خو بيا مې هم تنده ورباندې ماته نه شوه.
نو کله چې ګهيځ ته په خپل ورځيني کار پسې له کوره وتم ، شعري ټولګه مې هم راسره واخيسته او تر څلورو ورځو پورې مې په بغل کې ګرځوله .
ياده شعري ټولګه مې د څلورو ورځو په ترڅ کې بار ، بار سر تر پايه ولوسته چې په اخر کې يې ډېر خواږه دردونه ، تخيلي انځورونه ، ښکلا ، جذبات ، مينه او ……….په لاس راکړل.چې په هره يوه برخه باندې به ځان ، ځان ته تر هغه ځايه پورې وغږېږم ، تر کومه ځايه پورې چې پرې پوهېږم او بل مو درنو لوستونکيو! دې ټکي ته هم پام وي چې دا ليکنه د احساساتو ليکنه نه ده او نه دا ليکنه د کومې خاصې انډيوالۍ له مخې کيږي.
که چيرې تاسو دغه ليکنه تر پايه پورې ولولئ نو انشالله چې په هغه څه به راسره قانع شئ ، کومو ته چې ما پاس اشاره کړي ده .
اوس نو راځئ چې په بسم الله سره د بهير صيب شعرونو ته سر ورښکاره کړو چې څه وايي:
بيت دى.
څپې د ستونزو مې په سر واوړي
چې په ګيلو د پلمې غر واوړي
پاسنى بيت ډېر خوږ او د ويلو په وخت کې ښه روان دى او ددې بيت ټول خوږوالى ( چې په ګيلو د پلمې غر واوړي ) نيم بيتي کې دى .
ددې تر څنګ د شاعر تخيلي ځواک ښه پياوړى او پر ځاى ښکاري ، که چېرې شاعر تخيلي ځواک ونه لري نو په شعر کې يې تخيلي انځور د خيال په سترګو، نه تر سترګو کيږي . ښاغلى بهير په پاس بيت کې ډېر په زړه پورې تخيلي انځور لري چې دا انځور په ( څپې د ستونزو مې په سر واوړي ) نيم بيتي کې دى.
درنو لوستونکيو! که تاسو د ( څپې د ستونزو) کلمې تر شاه نازکه پرده د ذهن په شغاوو څيرې کړئ نو خپله به تخيلي انځور د خيال په سترګو ووينئ او له بلې خوا زياتره شعرپېژندونکي هم په دې کې سره په يوه خوله دي چې په شعر کې د مفکورې ، عاطفې ، ښکلا ، جذباتو او ……..تر څنګ د تخيلي انځورونو راوړل ډېر ضروري دي او ځينې خو يې بيا بې انځوره شعر هېڅ شعر نه بولي ، چې له نېکه مرغه دا ډول تخيلي انځورونه د شاعر په شعرونو کې زيات ليدل کيږي ، چې يو شمېر نور يې په لاندې بيتونو کې هم موندلى شئ.
کله چې په تا پســې وتلى يم له ځـانه
ورکه ده له ما، د خپل وجود کاله ته لاره
—-
تا مې د مينې په کچکول کې ايرې وشندلې
د تصــــور لېچـــه د بيا رانه په څـــه تاويږي
—-
بيا مــــې دردو وکــــړه ګــــډا غـــــزله
د زړه په مات ګونګړي د شو ر پورې کړ
—-
د مــــړژواندي روح څپې له مې غېږ ورکړه
پر ټټر د لـــــونګــــين بويول غــــواړي
—-
نن مې بيا ماشوم زړګى دى په ټوپونو
وربلکـــــو پســـې مـــنډې وهل غـــواړي
—-
يخې شپې او ګـــرمې د هــــوس لـــوبې
څه ســړې تودې مې په زړه ځي راځي
—-
درنو لوستونکيو!
په پورته بيتونو کې جدا، جدا خوند او رنګ پروت دى او په دې هيله چې تاسو په پاسنيو بيتونو کې تخيلي انځورونه ښه درک کړي وي او ستاسو تنده پرې ماته شوي وي.
د ښاغلي بهير نور بيتونه همداشان درواخلئ چې د يوه غزل لومړئ بيت يې له قربانۍ پيليږي او آن تر دې چې کائينات هم د خپل يار له رنګيني څېرې څخه ځار کوي ، لکه:
ستا له ښايسته شه ګلان صدقه
ټول صـدقه درنه جهان صدقه
په بيت کې د ښاغلي بهير واړه ساده توب او اخلاص جوتيږي چې مينې ته څنګه ژمن دى او په کوم نظر ورته ګوري او هغه متل به مو هم اورېدلى وي چې په دېګ کې هر شى پخيږي ، بوى يې هم د هغه شي ځي.
له بل لوري بيت په دې هم ډېر خوندور او په زړه پورې دى چې لوستونکي ته بې له ځنډ او خنډ څخه خپل جوهر په لاس ورکوي ، چې دادې شعر ذاتي ښکلا ده او په دې اړه
رابندر ناتهـ ټيګور وايي:(( مونږ پوهيږو چې حقيقت ، طاقت او ښکلا په سادګۍ کې دي.هغه سادګي چې څيزونه په کې روښانه وي او د باطن د سترګو مخې ته پرده نه جوړوي )) .
همدارنګه په پاس بيت کې د رديف انتخاب هم ډېر ښکلى او پر ځاى دى ، ځکه چې د لوستونکي په خوله کې له لوستلو څخه وروسته ، يعنې کله چې د بيت لوستل خلاص شي نو ( صدقه ) چې د غزل رديف دى يو ډول خوند پريږدي او ددې خوند احساس هغه څوک ډېر کولى شي چې د خپل جانان څخه هر څه قربانوي.
د همدې غزل يو بل بيت هغو زړه راښکونکو نغمو ته ورته دى چې نغمې نه دي خو د نغمو په نازکه غېږه کې پرتې او تر نغمو يې خوند او رنګ زيات دى .
له شرمه پرې شه درته تار، د رباب
له دوو کيسو د مطربان صدقه
شاعر ته د خپل جانان دوې خبرې څومره مترنمې او خوندورې دي ، چې له شرمه د رباب تارونه ورته پرې او مطربان ورڅخه صدقه کوي او دا هر څه شاعر د خپلو احساساتو په رنګ ، رنګ کړي او بيا يې تر مونږ رارسولي دي چې دادې بيت د مانا اصلي جوهر کيداى شي.
پاسنى بيت لکه څنګه چې د مانا له لوري خوندور او په زړه پورې دى ، همدارنګه په ويلو کې د ښه اهنګ درلودونکى هم دى.
ددغه بيت ښه اهنګ د ( ر ) په توري کې دى ، چې په ډېر هنر سره په کې شپږ ځله تکرار شوى دى او بل د ( ر ) تورى په خپله يو ډول اهنګ لرونکى تورى دى چې په ويلو کې د سړي ژبه په ګډا راولي . له بل لوري د نوراجان بهير په نظمونو کې هم ډېر دردونه پراته دي چې په لوستلو کې يې سړى دې ته اړ کيږي چې په خپل زړه باندې غرونه ، غرونه درد او غم وزغمي چې دا هم د شاعر يو هنر بللى شو چې خپل احساس يې تر مونږ پورې په ډېره ښه توګه رارسولى دى او دلته يې يو لنډ نظم د نمونې لپاره راوړم.
د نظم لومړۍ کړۍ ده .
ظالــــمو! دومـــــره خـــو هـــــم حـد د ظلم مه ماتوئ
خير دى مونږ وژنئ خو دستور مو د چم مه ماتوئ
د مور له ګل غېږې نه مه تروړئ ويده ماشومـــان
يه طــــــــوپانونو اينـــــــې د شــــــبنم مـــــــــه مـاتوئ
دلته د شاعر حال هغه مظلوم ته ورته دی چې لاسونه پښې تړلی د ظالم پر وړاندې پروت وي ، يوازې د هغه د ظلم ننداره کوي او نور يې هېڅ وس نه رسيږي خو دلته ډېر د شکر ځای دادی ، که زمونږ شاعر ورور هر څومره بې وسه او ناتوانه هم دی خو خپل افغانی ننګ او غيرت يې په سوال کې له ورايه څرګنديږي.
دی په خپل سوال کې ظالم ته وايي:
ته مونږ وژنه هېڅ خبره نه ده خو يوازې د ظلم له حد نه مه تريږه ، چې هغه د مور د ګل غېږې نه د ويده ماشوم تروړل دي.
که څه هم تروړل شاعرانه لفظ نه دى خو دلته د ګل له کلمې سره ( مدلول ) راغلى دى او کمال په دې کې دى چې د تشبيه برخيزونو پرته يې د مور غېږه له ګل سره او تروړل يې د مور له غېږې څخه د ماشوم جلا کولو سره تشبيه کړي دي او همدارنګه يې طوپانونه د وخت ظالمانو لپاره استعاره راوړي دي او شاعر بېرته د مور ګل غېږې او د ويدو ماشومانو لپاره ( ائينې دشبنم ) د ترکيب په ډول راوړي دي چې شرنګ لرونکى تورى يې ( يه ) دى ، چې ياقربان سره تړاو لري او بل تاسو پوهېږئ چې شاعر د نظم په پاس کړيو کې ډېر درد او غم په کومه کلمه کې راټول کړى دى ؟
دی وايي: ( د مور له ګل غېږې نه مه تروړﺉ ويده ماشومان )
دلته د ( مه تروړﺉ کلمې پر ځاى نورې کلمې هم راتلی شي د مثال په توګه: د مور له ګل غېږې نه ويده ماشومان مه وړئ ، د مور له ګل غېږې نه ويده ماشومان مه لرې کوﺉ، د مور له ګل غېږې نه ويده ماشومان مه شوکوﺉ او…….خو په (مه تروړﺉ ) کلمه کې شاعر په ډېر هنر سره غرونه ، غرونه ظلم او درد راټول کړی او ځای کړی دی چې په دا نورو کليمو کې يې داسې احساس نه شي کېدای.
پورته نظم همداسې پسې غځېدلى دى چې له لومړۍ کړۍ څخه وروسته نورې کړۍ يې د يوې معصومې هوسۍ غوندې د بيابان په نه ختمدونکي دښته کې يبلې پښې ځغلولي دي چې د دعاګانو تر څنګ يې د ښېرو دريڅه تړلي او کمزوري طبعيت ته يې د پېژندو لپاره ورپرېښودلي دي.
د وخــــت جــــابرو قــوتونو او مـــغرورو خـــلکو
د ســـــترمــنو لــوپټو خـــو مـــو لــږ خيال وساتئ
د نن زورګـــــيرو لږ د خداى له زوره وويريږئ
په نيمــه شپه کې پردي ورونه په بم مـــه مـــاتوئ
په دې ټولنه کې تل همداسې شوي دي چې کمزوريو خلکو د ظلم پر وړاندې لاسونه لپه کړي او د خير ، خير نارې يې وهلي دي خو تر اوسه پورې داسې څوک نه دي پيدا شوي چې له خوشالۍ لغړې نارې واوري او د ظلم مخه ونيسي.
د نظم دوهمې کړۍ ته ورته نارې هر شاعر او نه شاعر وګړي په بار ، بار د خلکو تر غوږونو ورسولي خو اوس خبره دلته ده چې دا ډول شعرونه څومره مهم او پر ځاى دي او په خپله شاعر څه کولى شي.
شاعر دا کولى شي چې د خپل زړه درد او د ولس ارمانونه د شعر په ژبه تر خړ سيند ها خوا خلکو ته ورسوي . که دا غږ څوک اوري او کنه خو شاعر په بيا ، بيا چيغې وهي او هغه درد چې له مودو راهيسې يې په زړه پټ تيروي ، د خپلو احساساتو او ژوبلو ارمانونو سره يو ځاى ددوى مخې ته ږدي لکه دا بله کړۍ .
مــــونږ نه د زرو وږي يو او نه د تېلــــــــو تږي
مونږ تر پښو لاندې له سر پورته نړۍ نه پېژنو
خو تش په دې چې دومره ډېر په ګـډه ولې اوسي
د پښــتانه کــورګـــي ســــاتلى پرتم مــه مـــــاتوئ
په داسې حال کې چې دا ټولنه يوې ګولې ډوډۍ ته اړتيا لري او هره ورځ مونږ د سرکونو پر غاړه وينو چې بې وزله کسان ناست وي او د يوې ګولې ډوډۍ لپاره يې خپلې ژوبلې
ګوتې پورته نيولي وي او خير غواړي خو زمونږ شاعر ورور که څومره ملنګ او غريب هم دى خو د منت له زرو اوډوډۍ څخه يې کرکه ده او بل په هغه مرستو کې چې له مونږ سره کيږي ، د مارانو سرونه ويني چې دې ته ورته يو څه له هوښيارانو څخه مونږ ته په ميراث پاتې دي هغه وايي: (( له لوږې مړ شه خو د منت خواړه مه خوره )).
له بلې خوا شاعر د خپل خوړين زړه وينې څښلى شي خو د بې اتفاقۍ کرغړن تورى نه شي زغملى او د يو ځاى کيدو لپاره يې د پښتنو پرتم د نه ماتولو نارې وهي .
په دې کړۍ کې له درېيځ څخه وروسته يې دوه ېيځ په ډېر ښکلي شان سره راغلى دى ، هغه په دې چې د نظم دوهمه کړۍ _ دريمې کړۍ ته داسې ورغورځي لکه اوبه چې د جام شکل غوره کوي ځکه چې د نظم موضوع خوندوره روانه ده.
مونږ له خداى پرته،يو د مور سيورى پر سر ليدلى
ډېوو ته لوى خلک که ويني هم، نو څه به ويني
مـــــونږه له هـــــر پردي ويريږو، ويرولـــي يې يو
په دې ګــناه مـــو کــــورته لارې د غـــم مــه ماتوئ
شاعر د خپلې مور سيوري ته ولاړ دى او د نظم اولې کړۍ ته د هنر په مټ ورپوته شوى او ځان يې څرګند کړى دى چې د مور غېږې تروړلي ماشومان بل څوک نه دي ، همدا مونږ خوار و زار خلک يو چې له حد نه زيات غم او درد زغمو او هغه درد چې تر عمره پورې يې درمل هم نه کيږي ، چې هر وخت راته دښمنانو د دوستانو په نوم راکړى دى .
د نظم وروستۍ کړۍ ده .
مــــونږ د تربتو ســتونو کريغې د قلم سلګۍ کړې
مونږ د بې ژبې او ګونګي ولس ناره پورته کړه
د خــداى راکړي ازادۍ په خاطر ، يه زورواکو!
زمونږ لاسونو کې دوې ګوتې قلــم مــه ماتوئ
په وروستى کړۍ کې اصلي موضوع يوازې د بيان ازادي کېداى شي او شاعر دومره هنر کړى دى چې نظم يې په پوره خوند او مانا سره پاى ته رسولى دى.
درنو لوستونکيو!
بايد يادونه وکړم چې د نظم له شنلو څخه مې موخه سياست نه و، موخه مې د ښاغلي بهير هنر و چې څنګه يې خپل درد تر مونږ پورې رارسولى دى او ورسره په څنګ کې بايد دا هم ووايم چې د بهير صيب په شعرونو کې به داسې شعرونه هم وي چې د وزن ، خوند ، رنګ او ….. په لحاظ به کمزوري وي او يا به يې د نورو شاعرانو له شعرونو څخه رنګ اخيستى وي خو زه په پوره ډاډ سره ويلى شم ، چې د بهير صيب په شاعرۍ کې له نيمګړتياوو څخه ښېګړې ډېرې دي.
په همدې ځاى زه خپله ليکنه پاى ته رسوم او لوى خداى ج ته د دعا لپاره خپل لاسونه لپه کوم ، چې د ځوان شاعر نوراجان بهير په عمر برکت او قلم يې نور هم رنګين کړې.
امين