کور / تازه خبرونه / شپېګل: درې ولايتونه افغان حکومت ته سپارل کېږي

شپېګل: درې ولايتونه افغان حکومت ته سپارل کېږي

د جرمني د شپېګل مجلې په يوه راپور کي خبر ورکړى چي ناټو په پلان کي لري درې ولايتونه په راتلونکو شپږو مياشتو کي افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کېږي.
د ازادۍ راډيو چي دغه راپور يې خپور کړى چي ناټو په پلان کي لري د بدخشان، سمنګان او سرپل ولايتونو امنيتي چاري به افغان ځواکونو ته ور وسپارل سي.
شپېګل ويلي چي دغه پلان جنرال پيټريوس جوړ کړى او د ليزبون تر غونډي دمخه د ناټو د هيوادونوترمنځ لاس پر لاس کېدئ.
پيټريوس ويلي چي که افغان حکومت دا پلان تائېد کړي دوى به راتلونکي شپږ مياشتي د يادو سويو درو ولايتونو چاري ور وسپاري.