د لوګر د ولايتي شورا غړى له خپلو وروڼو سره وژل سوى دئ

34 | نوومبر 28th, 2010


د لوګر ولايت د ولايتي شورا غړى عبدالله احمدزى له خپلو دوو وروڼو سره يوځاى نن سهار اته بجې د نامعلومو کسانو له خوا وژل سوئ او يو بل ورور يې ټپي دئ.
د لوګر د ولايتي شورا رئيس د عبدالله احمدزي او دوو وروڼو مړېنه تائېد کړې او وايي دا يو ناځوانمردانه حمله وه چي دوى يې غندنه کوي.
عبدالله احمدزى يوه دوره د لوګر د ولايتي شورا رئيس هم پاته سوئ دئ. د نوموړي د وژلو مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى.

Copyright Larawbar 2007-2024