کور / تازه خبرونه / د ښکارپور دروازې په سيمه کي جوړ ي سوي ناقانونه ودانۍ ونړول سوې

د ښکارپور دروازې په سيمه کي جوړ ي سوي ناقانونه ودانۍ ونړول سوې

د کندهار ښار د ښکارپور دروازې په سيمه کي پر دولتي مځکه جوړي سوي ناقانونه کورونه او دوکانونه نن سهار مهال د کندهار ښاروالۍ له خوا ونړول سول.
کندهار ښاروالي په پلان کي لري چي ددغو ٥٢ دوکانونو او ٨ کورونو پر ځاى په ښکار پور دروازه کي څلوېښت متره سړک، پياده روونه او ګلدان جوړ کړي.
کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي خبريالانو ته وويل (( کندهار ښاروالي په پلان کي لري چي ددغي مځکي او دوکانونو مالکينو ته د ورځي په قيمت د مځکي او تعمير جوړوني پيسې ورکړي څو هغوى په کوم بل قانوني ځاى کي خپل ځان ته سرپناه او د تجارت لپاره دوکان جوړ کړي))
ښاروال وايي دوى په پلان کي لري دلته د ښاروالۍ په بوديجه ددرې اوونۍ په اوږدو کي څلوېښت متره پوخ سړک، پياده روونه او د سړک په منځ کي ګلدان ورغوي څو دلته د ګڼه ګوڼي مخه نيول سوې وي.
د يادوني وړ ده چي کندهار ښاروالۍ له دې وړاندي هم په ښار کي پر دولتي مځکو باندي جوړي سوي ودانۍ نړولي .