کور / تازه خبرونه / افغان سندرغاړې ياسمين ګل په خپل کور کي وژل سوې ده

افغان سندرغاړې ياسمين ګل په خپل کور کي وژل سوې ده

افغان سندرغاړې ياسمين ګل پرون د شنبې په ورځ د کوټي ښار په نوي کلي کي په خپل کور کي وژل سوې ده.
ياسمين ګل د بلوچستان تلوېزون د پښتو او بلوڅي ډرامو لوبغاړې او سندرغاړې وه، چي کورنۍ يې د تيري ٣٠ کلني جګړې پر مهال له کندهار څخه بلوچستان ته کډه سوې وه.
د آزادۍ راډيو د ياسمين ګل د مور له خولې خبر خپور کړ، چي هغه د خپل خاوند او لېوره له لوري په زهرو وژل سوې ده.
د ياسمين مور وويل چي لور يې پرون رکه روغه وه، خو ناڅاپي مرګ او د جسد شينوالى يې ښيي چي هغې ته زهر ورکړل سوې دي.
د ياسمين مور د هغې پر کورنۍ تور ولګاوه چي د دې جايداد او پيسو ته غله وو، او له همدې امله يې وژلې ده.
هغې وويل چي لور يې شاوخوا يونيم کال دمخه واده کړى وو او له هغه راهيسي يې نه سندري ويلې او نه يې هم په ډرامو کي کار کړى دئ.
د ياسمين مور د بلوچستان پر حکومت ږغ وکړ چي د لور دواړه قاتلان يې پانسۍ کړي.