کور / اسلامي / قرآنی روغتيا (دريمه برخه)

قرآنی روغتيا (دريمه برخه)

قرآنی روغتيا ( لومړۍ برخه )


قرآنی روغتيا ( دويمه برخه )


هُ دَوَاءٌ وَ ذِکْرُهُ شِفاءٌ
(( اے هغه خدايه! چې نوم يې درمل او ذکر يې شفا ده ))
 
قرآنی روغتيا (دريمه برخه)
(دليلونه)



ليک: استاذ جمشېد خدادادی
ژباړه: انور شاهين خانخېل



١- وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ ( سورۀ انعام ٥٩ ايت )
٢- وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ (سورۀ نحل ٨٩ ايت ).
٣- په قرآن مجيد کښې د خوراک څښاک په حقله د ١٦٠ ايتونو شتون.
٤- په قرآن مجيد کښې د (( فَلْيَنظُرْ )) کلمې څلور ځل بيان.
٥- د (( فَلْيَنظُرْ )) کلمې دوه ځل ذکر د انسان له خوراک سره مخصوص کېدنه.
٦- په قرآن مجيد کښې د (( شفاء )) د کلمې څلور ځل بيان.
٧- شِفا يعنې علاج، ښۀ کېدل او سلامتيا.
٨- شَفا يعنې بيماری، ناجوړتيا او له لاسه د سلامتيا ورکول.
٩- له يو خوراکی څيز (شاتو) سره د شفا ځانګړتيا.
١٠- په دريو چارو کښې له قرآن مجيد سره د شفا اختصاص
١١- بې له خوراک څښاک نه د ژوند دوام هيڅ معنا نه لری = مرګ
١٢- خوراک د انسان درمل دی او  د هغۀ درمل پکار دی خوراک وی.
١٣- خوراکونه د انسان په اعمالو او چلند کښې زيات تاثير لری.
١٤- د خوراک اهميت له دې نه هم څرګند دے چې په اخېرت کښې به انسان ته د اجر په توګه ورکول کيږی.
اوس هم د پاس بيان شويوځينو ټکو تفصيل
١- ((هيڅ لوند او اوچ داسې نشته چې په قرآن کښې نه وی)) دا مبارک ايت د دې الهی کتاب د بشپړتيا او پوره والی ښودنه کوی د ژوند ټولې چارې او هر هغه څيز چې انسان ورته په ژوند کښې اړتيا لری بيانوونکے دے دا مبارک ايت په قرآن مجيد کښې د يوې سترې معجزې حيثيت لری ( لږ غور او فکر پکار دے)
٢- خداے پاک مونږ انسانانو ته يو داسې کتاب راولېږۀ چې په ټولو اړخونو کښې د ټولو چارو بيانونکے دے، په دې سربېره د ټولو مسلمانانو لپاره د هدايت، رحمت او زېری سبب دے او د دې کتاب د درکولو او ورباندې د پوهېدلو او ورنه د کار اخېستلو په صورت کښې به نېکمرغۍ، سلامتيا او سترې کاميابۍ ته ورسيږی.
٣-  د خوراک څښاک په حقله  د  يو سل او شپېتو مبارکو ايتونو شتون د خوراک څښاک د اهميت ښودنه کوی چې خداے د انسان لپاره د څومره ارزښت قائل دے او څومره د هغۀ سلامتيا او نېکمرغی خوښوی.؟
٤- په قرآن مجيد کښې څلور ځل د (( فَلْيَنْظُر )) کلمه د دې موضوع د اهميت ښودنه کوی چې په عامه توګه مونږ مسلمانان له دې خبرداروونکو لوړو ټکو نه بې خبره يو ځکه چې په قرآن مجيد کښې غور او فکر نه کوو.
پاملرنه: فلينظر له دستوری نظره د امر فعل دے او په انسان باندې دا خبره لازمی کوی چې په دې حقله څېړنه ، تحقيق ، غور او فکر وکړی له دغو څلورو فلينظرونو څخه دوه فلينظرونه خداے د انسان له خوراک سره مخصوص کړی دی ( لږ غور پکار دے )
الف: يو فلينظر د انسان د خوراک ډول  ته مخصوص کړے شوے دے ( سورۀ عبس ٢٤ ايت )
ب: بل فلينظر د انسان د خوراک کېفيت ته مخصوص کړے شوے دے ( سورۀ کهف ١٩ ايت )
ج: دريم فلينظر د انسان خلقت ته مخصوص کړے شوے دے سورۀ طارق ٥ ايت )
د:  څلورم فلينظر د انسان اعمالو ته مخصوص کړے شوے دے ( سورۀ حج ١٥ ايت )
له دې څلورو کلمو څخه د رياضۍ يوه فارمولا تر لاسه کيږی:
( د انسان خلقت + د انسان اعمال = د انسان خوراک )
 
نتيجه:
الف: د فلينظر کلمه دوه ځل خوراک ته مخصوصول د خوراک د ډېر زيات اهميت ښودنه کوی.
ب: د خوراک  د نيشتوالی په صورت کښې  د خلقت مفهوم له منځه ځی.
ج:  د انسان خوراک د هغۀ د خلقت او اعمالو برابر دے
٥- په قرآن مجيد کښې د شفا کلمه څلور ځل بيان شوې ده.
الف: د سورۀ آل عمران ١٠٣ ايت
ب: د سورۀ توبه ١٠٩ ايت
ج: د سورۀ اسراء ٨٢ ايت
د: د سورۀ نحل ٦٩ ايت
نتيجه:
د شاتو په شان خوراک ته د شفا اختصاص ورکول يوه د غور او فکر او څېړنې خبره ده.



 
د د قران د درې نورو موردو اختصاص چې په حقيقت کښې د دغو څلورو موردو اختصاص دے (( خوراک او الهی کلام دے))
په اصل کښې د هيڅ يو موجود لپاره بې له خوراک نه ژوند تېرول ممکن نۀ دی يعنې لله خوراک خوړلو نه بغېر ژوند ته دوام ورکول هيڅ امکان نه لری.
٦- په حقيقت کښې د انسان خوراک د هغۀ درمل دی او د هغۀ درمل پکار دی خوراک وی.
پاملرنه:
په دنيا کښې هر يو جاندار د خپل فطرت او غريزې په مطابق خوراک خوری بې له انسانه چې د خپل فطرت او غريزې خلاف ورزی او ترې نه بغاوت کوی او ګډوډی رامنځته کوی ( د سورۀ روم ٣٠ ايت ته پاملرنه وکړئ )
 
٧- د خوراک څښاک ډول او څه رنګوالے د د انسان په کردار او کړچار کښې دومره اثر لری چې کولې شی هغه يا صالح او سخی کړی او يا يې شقی، په ګناه ککړ کړی. خداے پاک په دې حقله خپلو پېغمبرانو ته فرمائی:
يَا اَيّهَا الرّسُلِ كُلُوا مِنَ الطّيّبَاتِ وَاعْمَلوا صَالِحاً اني بِمَا تَعْمَلونَ عَليمٌ. (سورۀ مومنون ٥١ ايت )
(( اے زما رسولانو! پاک او پاکيزه خوراکونه خورئ او نېک کارونه کوئ چې بې له شکه زۀ ستاسو له اعمالو نه خبر يم ))
يا په يو بل ځاے کښې فرمائی:


مَيْتَهً اَوْ دَمَاً مَسْفوحاً اَو لَحْمِ خِنزير فَانّه رِجْسٌ. (سورۀ انعام ١٤٥ ايت )
(( مردار يا بهېدلې وينه او يا د خنزير غوښه چې  دا ټول پليت دی ))
نتيجه:
له دغو دوو پاسنو مبارکو ايتونو څخه دا نتيجه اخلو چې پکار دی پام وکړو چې خوراک څښاک د انسان په روزمره ژوند کښې څومره زياته اغېزه لری؟
الف: خوراک څښاک کولې شی يو انسان نېکمرغه کړی او د نور د سرچينې په لور يې بوځی. ( د خداے ګران پېغبر (ص) )
ب: همدا رنګ کولې شی له يو انسان څخه يو شقی ، پليت او بدمرغه انسان جوړ کړی ( د خوراک څښاک ډول )
٨- خداے پاک انسانانو ته په اخېرت کښې د هغوی د کړيو اعمالو په بنياد اجرونه او جزاګانې ورکوی چې نېکوکارانو ته يې دا ډول اجرونه په نظر کښې لرلی دی:
وَ فَاكِهَةٌ مِمّا يَتَخَيّرُونَ . وَ لَحْمِ طَيْرٍ مِمَّا يَشْتَهونَ . وَ حُورٌ عين . كَاَمْثَالِ الّلُولُوِ المَكْنُون . جَزَاٌ بِمَا كَانُوا يَعْمَلونَ . ( سورۀ واقعه له ٢٠ تر ٢٤ ايتونه )
((  او مېوې به د هغو ی د خوښې وی او د هغوی د خواهش مطابق د مارغانو غوښې به وی او حورې به وی غټو غټو سترګو والا لکه چې په سيپو کښې چې مرغلرې وی دا په حقيقت کښې د دوی د اعمالو او اجر او انعام دے ))
 
نتيجه:
په دې مبارکو ايتونو کښې وينو چې عظيم الشان خداے پاک نېک عمله انسانانو ته په انعام او اجر کښې وړومبے خوراک ورکوی او بيا ورته نور نعمتونه عطا کوی ( لږ غور پکار دے )
 
البته خداے پاک بدعملو ته بيا داسې سزا ورکوی:
لَآكِلُونَ مِنْ شَجَرٍ مِنْ زُقّوم. ( سورۀ واقعه ٥٢ ايت )
(( تاسو به د زقوم له ونې څخه خوړونکی يئ))
نتيجه:
بياهم په دې مبارک ايت کښې وينو چې خداے پاک بدعملو ته سزا او بدله د زقوم له ونې څخه خوراک ورکوی او له دې نه د خوراک څښاک په اهميت لا زيات پوهېږو چې که په جنت کښې وی که په دوزخ وی او که په دې دنيا کښې وی وړومبۍ خبره د خوراک ده او بې له خوراک نه ( که هغه هر ډول وی ) په هيڅ يوه دنيا کښې ژوند کول ناممکن دی. البته په دې حقله قرآنی دلائل ډېر زيات دی که وغواړو نو چې ټول بيان کړو نو ځانته يو غټ کتاب ته اړتيا لری. چې په راتلونکو نزديو وختونو کښې به داسې يو کتاب د قرآنی روغتيا مينه والو ته وړاندې کړم.
بايد دلته د دې خبرې يادونه وکړم چې کېدې شی ځينې ناخبره او غرضی کسان دا اعتراض وکړی چې ولې د اهلبېتو د پاکو امامانو ذکر نه کوې او په دغې خبرې پورې ونښلی او ناوړه استفاده ترې وکړی نو د داسې کسانو په ځواب کښې به ووايم چې هر کله د قرآن خبره کيږی نو اهلبېت عليهم السلام خو له قرآن مجيد نه جدا نه دی هغوی خو د قرآن په زړۀ کښې ځاے لری ځکه چې د خداے ګران رسول (ص)  په دې حقله فرمائی:
((اِنّي تَاركٌ فيكُمُ الثَّقَلَينِ كِتَابَ اللهِ وَ عِتْرَتي اَهْلَ بَيتي لَنْ يَفْتَرِقَا………………..))
(( زۀ تاسو ته دوه درانۀ او ارزښتناک څيزونه پرېږدم يو د خداے قران او بل زما عترت اهلبېت دی چې دوی به کله هم له يو بل نه جدا نه شی ………………………….تر اخېره ))
( صحيح ترمذی، مسند احمد بن حنبل، کنزالعمال، تفسير ابن کثير،نيابيع الموده، ارجح المطالب، الدرالمنثور، سيوطی وغېره )
په حقيقت کښې په دې مبارک حديث کښې د (( لن )) کلمه تر ابده نفی ده يعنې قرآن مجيد او اهلبېت (ع) تر ابده هيڅکله له يو بله نه شی جدا کېدې ( لږ غور پکار دے )
په زړۀ پورې خبره دا ده چې اهلبېتوامامانو عليهم السلام د خوراک او سلامتيا په باره کښې ډېرې سپارښتنې کړې دی او مونږ انسانان يې د هغو خيال ساتلو ته هڅولی يو. لکه حضرت امام علی (ع) په دې حقله يوه ارزښتناکه سپارښتنه خپلو فررزندانو ته کوی چې په اصل کښې ټولو انسانانو ته نصيحت دے چې په خيال ساتلو سره به انسان د ډاکټر او طبيب له نسخې نه بې نيازه شی
له بيماريو څخه د مخنيوی لپاره د حضرت امام علی (ع) نسخه:
• ترڅو چې اوږی شوی نه يئ نو په دسترخوان مه کښېنئ.
• له مړېدو نه لږ وخت مخکښې لاس له خواړۀ څخه اوچت کړئ.
• د اودۀ کېدو په وخت د مزاج اجابت وکړئ ( بېت الخلاء ته لاړ شئ )
د پاسنو درې واړو وېناؤ په خيال ساتلو سره انسان په عملی توګه ليدلې شی چې  له بيماريو څخه مخنيوے څومره په اسان کيږی؟
پاملرنه:
مونږ دا خبره په عملی توګه کتې شو چې اهلبېتو امامانو ( عليهم السلام ) له بيماريو څخه د مخنيوی او د بيماريو د علاج لپاره د خوراکونو د استعمال سپارښتنه کړې ده. او دا خبره له قران مجيد سره په کامله توګه سمون خوری. (( ځکه چې د خداے د ګران رسول (ص) او د هغوی د اهلبېتو ( عليهم السلام وېناګانې د قرآن مجيد تفسير دے ))
دا لږې خبرې د قرآنی روعتيا په هکله قرآنی دلائلو ته يوه لنډه شان کتنه وه حال دا چې په دې الهی کتاب کښې په دې حقله ډېرې حېرانوونکې خبرې شته چې هيڅ يوې بل ډول روعتيا کښې وجود نه لری.
*****