د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر کابل ته راورسید
حقمل کابل
افغان وتلی ملی او علمی شخصیت اود کورنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی علی احمد جلالی نن له غرمې مخکې کابل ته راورسید . د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې د اردو او پولیسو یو شمیر لوړ رتبه جنرالانو او منسوبینو ، د ټولنیزو سازمانو مشرانو او استازو او ګڼ شمیر مخورو او قومی مشرانو د نوموړی تود هرکلی او روغبړ وکړ .
په هوایی ډګر کې ښاغلی جلالی د خبرو رسنیو له استازو سره خپل هېواد ته د راتک په اړه هیڅ و نه ویل ، مګر ویل کیږی چې نوموړی به د افغان ولس مشر حامد کرزی ، یو شمیر قومی مخورو مشرانو ، دولتی او غیردولتی چارواکو سره خبرې اترې ولری او هڅه کوې له دې لاری د سولې او ثبات په لاره کې له دولت او ولس سره د پخوا په شان مرسته او کمک وکړی .
ښاغلی جلالی له امریکا څخه په داسې مهال کې یو ځل بیا خپل هېواد ته را رسیږی ، چې د پخوا په پرتله
په هېواد کې پوځی او سیاسی حالات ډیر کړکیچن او ترینګلی شوی ، دولت او نړیواله ټولنه زیار باسی تر څود ستوزو د اواری لپاره یو ه مناسبه لار پیدا کړی .