کور / علمي / په مورنی ژبه زدکړي نه مخنیوئ ناروا غو ښتنه ده

په مورنی ژبه زدکړي نه مخنیوئ ناروا غو ښتنه ده

د حیرانتیا ځای ده چی د پوهنی وزارت زده کونکو ته په مورنی ژبه دزدکړوپه خاطر دپلان په جوړولو او  هڅو د ملی نفاق په نامه نوی  ډنډورې په دا وروستیو وختو کی را پورته شوی دی . دا چی داکومی او دچا له خوا غوښتنی دی ، هغه سمی ، روا او یا ناروا وګڼو غواړم د خبری چینی او زړې ته دهیواد والو پاملرنه راواړوم .


که لږ څه ورته په ځیر شو نو په آسانی سره را ښکاریږی چی په خپله  داسی ناروغه غوښتنی د هیڅ ژبی او قوم په ګټه نه دی  اوغوښتونکی یی په خپله د تعصب او بی اتفاقی په ناروغی ککړهغه وګړی دی چی په  ناروا غوښتنو د  پرمختیا په وړاندی خنډ او په ځانی ډول دلوی اکثریت په وړاندی دریدل دی.


 د پوهنی دوزارت دا اقدام یوازی د یو ملیت او ژبی لپاره نه ده  بلکه په هیواد کی د ټولو ژبو دماشومانو لپاره چی اساسی قانون هم دا حق ورکړی ده او د هغه په رڼا کی  ددی مسلی پلی کول دی چی  زده کونکو ته په مورنی ژبه د زدکړو زمینه برابره شی.


موخه او هدف دا نه ده چی یوازی پښتون ، تاجک او یا هم دکومی بلی ژبی ماشوما نو ته یوازی په ځانګړی ډول په خپله مورنی ژبه دزدکړی زمینه برابره او نور دی هیر شی ، بلکه دا خبره دټولو لپاره په پراخ ډول په پام کی ده چی د داسی روا او قانونی غوښتنی په وړاندی دریدل دهغو خلکو کار ګڼلی شو چی په خپله په تعصب لړلی او یا هم  خپل سردهغو روانی ناروغانوله ګریوانه راوباسی چی دنورو د ژبی او کلتوری ژوندانه پروا نه ساتی او د هیواد والو دماشومانو لپاره  په بله ژبه  د زده کړی لارښوونه او پریکړی کوی .


په داسی حال کی چی د افغانستان اساسی قانون ۱۶ ماده دهیواد ټولو وګړو ته دا حق ورکوی چی په خپله مورنی ژبه  زده کړه وکړی او دولت په دی مکلف شوی  ده چی د هیواد دټولو ژبو د ودې او پراختیا لپاره دګټور پرګرامونه وړاندی او پلی کړی .


 دملی ژبو دودی او پرختیا د بیرته پاتی والی راتلونکی ګناه د چا په غاړه ده  چی ماشومان او ځوانان  یی دی  ته اړ ویستل شی چی هرو مرو دی بله ژبه زده کړی  اوله خپلی مورنی ژبی نه  دی په تیره بیا د ښوونی او روزنی په ساحه کی لری وساتل شی ، که نه نو بی اتفاقی ته لمن وهل کیږی او هر څه دی هم هغه د پخوا په شان زاړه او وراسته په خپل ځای پاتی شی .


که دیوی ژبی ماشومان اوتنکې ځوانان  له خپلی مور ، ژبی او کلتور نه بیلیږی نو باک نشته  ، خوخا ماخا باید  دیو شمیر غلطواو ناسمو سیاستونو دوام ته غاړه کیښودل شی او لکه دتل په شان په خوله  د چوپتیا مورونه ووهل شی .


دا خبره باید له یاده ونه باسو چی دی هر ماشوم لپاره چی پښتون ، تاجک ،ازبک، ترکمن، بلوڅ،پشه یی او  که نورستانی وی نو زده کړه تر ټولو لومړی په خپله مورنی ژبه  اسانه او په زړه پوری  ده ، ځکه چی په مورنی ژبه د خپل ښوونکی او استاد په ژبه ښه پوهیږی او پرته له دی چی ماشوم په کومونورو ژبو وپوهیږی اوخبری پری وکړی ، په مورنی ژبه تر ټولو  ښه پوهیږی او د لغاتو دی سمی کارونی او مناسب استعمال لپاره چی له خپلی مور او کور نه ژبنۍ پانګه  له څانه سره لری د زدکړی پروسه آسانه کوی .
 په دی ډول ماښومان نه یوازی په خپله مورنۍ ژبه  هره پوهنیزه مسله اسانه  زده کولای شی  او بلی خوا دښونی اوروزنی له اساس او تهداب نه بیا  دژوندانه تر پایه پوری د خپلی ژبی په وده او پالنه کی خپله ونډه په ښه ډول اخستلای شی  .


 د یادولو وړ ده چی د هر ماشوم د راتلونکی  شخصیت دجوړیدو او کلتوری ودی اصلی عنصر هم د زده کړی بڼه ، محتوا ،کورنی او دچاپیریال اغیزې شمیرلای شو  .


 د پیدلګوژیکی پوهی په پام کی لرلو سره دا خبره دپام وړ ده چی ما شوم د دوهمی ژبی په زده کولو خپله نیمایی پوهنیزه انرژی او ځواک له لاسه ورکوی او دی ته اړ کیږی چی  خپل پام دژبی زده کولو ته واړوی چی په دی ډول  خپلو همزولو نه چی دغه دنده په وړاندی نه لری په ښوونه او روزنه کی بیرته پاتی کیږی.
نو له دی کبله دا خبره سمه نه دی چی ماشومان او ځوانان دی  پشتوژبی  که  دری ژبی وی دی ته اړشی تر څو په بله ژبه هرو مرو خپلی زده کړی تر سره کړی ، په داسی حال کی چی دهیواد  اساسی قانون په دی هکله په ښکاره ډول دولت او وګړی ددی خبری د د اوږد مهالی  پلان او اجرا لپاره را بللی وی .
 دراتلونکی پښتو او دری ژبو استادان به له کومه راشی  چی نن مونږ داساسی قانون دپلی کیدو او دغی لویی نیمګړتیا د له منځه وړلو لپاره ګام پورته نکړو.


نو راشی چی د پوهنی د وزارت دغه بنیادی هاند او هڅه  دتعصب او بد بینی په تله ونه تلو او په یو پوهنیز اقدام  له هغه څخه ملاتړ وګړو تر څو هغوی د یو اوږدمهالی پلان په جوړولو او دهغه په پلی کیدلو نه یوازی دا چی دهیواد دهری ژبی دماشومانو لپاره د دزده کړی زمینه برابره کړی  او بلی خوا داساسی قانون د دری څلویښتمی مادی تطبیق چی په هغی کی دولت مکلف ګڼی چی په ټول افغانستان کی د پوهنی او روزنی  د برابری پراختیا ، د منځنیو اجباری زده کړو دتا مین لپاره ګټور پرګرامونه وړاندی او پلی کړی او په مورنی ژبه زده کړه هغو سیمو کی چی خبری پری کیږی ،د درس او زدکړی زمینه برابره کړی.
د اساسی قانون تطبیق دهر وګړی دنده ده  او د ټولنی د کلتوری ودی د معیارونوپه پام کی نیولو سره په مورنی ژبه زده کړه د هر ماشوم طبیعی حق ده چی د هغه په وړاندی دریدل ناشونی او دټولنی دژبو او کلتوری شتمنتیا سره په ښکاره دښمنی اونا سم چلند بللی شو.


نو په پایله کی دی خبری ته د ټولو پام را اړول غواړم چی د پیدا ګوژیکی پوهی په رڼا کی مونږ باید خپلی هڅی دی داسی یوتعلیمی سیستم د بنسټ ایښودلو لپاره په کار واچوو چی زمونږ روزنیز سیستم په اغیزمن ډول دکور،مور او ښوونځې  ژبه اوټولنیز کلتورپه هم آهنګ ډول له پامه ونه غورځوی او هر چاته په خپله ژبه د زده کړی زمینه برابره شی .
په ګران افغانستان کی د یو ریښتینی روزنیز او ښوونیز سیستم په هیله چی هر چاته په کی په خپله مورنی ژبه شرایط برابر وی خپله لیکنه پای ته رسوم .


په درنښت
پوهنمل  حبیب زی
د کابل پوهنتون د علومو د پوهنځی پخوانی استاد


د لراوبر لوی افغانستان ويبپاڼه په ډير درنښت له ټولو درنو پښتنو پوهانو او عالمانو او ټوله نړۍ کي د کلتوري ټولنو د مشرانو څخه دپښتو ژبي او پښتون قام ددې بنيادي او اساسي موضوع په اړه د نظر راليږلو غوښتنه کوي


د لراوبر ويبپاڼي سره اړيکي : larawbar.com@gmail.com 


دسرلوړي او يو موټي افغانستا ن په هيله