کور / تازه خبرونه / د چمن د پوليسو مشر د درې ساتونکو په شمول وتښتول شو

د چمن د پوليسو مشر د درې ساتونکو په شمول وتښتول شو

لر او بر پښتونخوا:




 د چمن د پوليسو مشر د درې ساتونکو په شمول وتښتول شو ، تېره ورځ د چمن کويټې لاره ځايي اوسيدونکو د احتجاج په توګه د ټرافيک پر مخ تړلې وه او د پوليسو د عملياتو په ضد يې احتجاج کاوه ، د چمن د پوليسو مشر سليم مروت د احتجاج کوونکو سره د خبرو اترو لپاره کويټې ته روان وه چې د قلعه عبدالله په سيمه کښې وتښتول شو ، د راپورونو تر مخه پوليسو د جمعې په ورځ د ښوونې د څانګې د افيسر د لټولو لپاره پدغه سيمه کښې عمليات کړي وه او څو تنه اوسيدونکي يې نيولي وه ، د تښتول شوي پوليس افيسر او ساتونکو موندلو لپاره هڅې پيل شوى دى.