کور / z_buitenland_news -- 5 / …انصاف ختم شي هلته ټولنه وجود دلاسه ورکوي

…انصاف ختم شي هلته ټولنه وجود دلاسه ورکوي

لراوبر پښتونخوا:




 د سندهـ هائيکورټ ګوښه کړل شوي رئيس جسټس صبيح الدين په مشرۍ کښې د قاضيانو بس د کراچۍ څخه حيدر آباد ته ورسېدۀ ، د قاضيانو د بحالى د غورځنګ په لړ کښې د ګوښه شوو قاضيانو بس د کراچۍ څخه سفر پيل کړ ، په بس کښې د وکيلانو د اتحاديې مشران او له دندو ګوښه شوي قاضيان لپاره دي ، په لاره کښې د وکيلانو ته د وينا په ترڅ کښې جسټس صبيح الدين ووئيل چې په انتخاباتو کښې ولس د قاضيانو د بحاله کولو په حق کښې خپلې رايې وکارولې ، د وکيلانو غورځنګ د قانون د واکمنۍ او برلاسۍ لپاره دى د قاضيانو د بحاله کولو لپاره زمينه برابرول د وکيلانو د مشرانو او سياستمدارانو کار دۍ ، نوموړى زياته کړې ده چې په کومه ټولنه کښې انصاف ختم شي هلته ټولنه وجود دلاسه ورکوي.