کور / تازه خبرونه / کندهار : د يوه ماين ښخوونکي د وژلو خبر ورکړل سو

کندهار : د يوه ماين ښخوونکي د وژلو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي يې يو ماين ښخوونکى وژلى . د نوموړو مسئولينو په وينا چي ياد کس افغان ملي امنيتي او نړيوالو ځواکونو تېر ماځيګر څلور بجې د دې ولايت د ژړۍ ولسوالۍ د سنځري په سيمه کي د ګزمې کولو پر مهال وژلى .
د يادوني وړ ده چي څه موده وړاندي هم د دې ولايت د ډنډ ولسوالۍ په ملاعبدالله نومي کلي کي درې تنه د ماين ښخووني پر مهال په هوايي بريد کي وژل سوي ول .