جعلي ملا منصور !
بسم الله الرحمن الرحیم په دې څو ورځو کی د جعلی او اصلی ملا منصور په هکله رسنیو او خپرونو په زړه پوری مطالب خپاره کړي چی خورا حیرانونکي دي . هغه دا چی د څلورو میاشتو راهیسی د طالبانو او کابل رژیم تر منځ د پټو خبرو اترو آوازې ښه تودې وې ، خو یوه اوونۍ مخکی دا هر څه نیویارک ټایمز له مځکی ووهل . مخکی ادعا کېده چی د طالبانو د تحریک مرستیال ملا اختر محمد منصور د امریکا او ناټو تر مراقبت لاندی د کابل رژیم سره خبری اتری کوی تر څو په اصطلاح روغه جوړه او پخلاینه رامنځته سی .
مګر طالبانو د هماغه لومړۍ ورځی څخه دا آوازې خوشی تبلیغات او پروپاګنډ باله او هر ځل یې د خپلو اعلامیو په خپرولو سره دا خیال پلو په کلکه تقبیح او غندﺉ . حتی هغوی یوه میاشت مخکی واشنګټن او کابل ته چلنج ورکړ چی که تاسو رښتیا وایاست او زموږ لخوا ستاسو سره خبری اتری جریان لری ، نو ثبوت وړاندی کړﺉ او دنیا ته یې وښیاست . خو واشنګټن او کابل دغسی جرأت ځکه نسو کولای چی دا هر څه په درواغو سره مخته تلل او دا ټوله یوه ډرامه وه .
کله چی د نوامبر پر ۲۲مه نیویارک ټایمز ولیکل چی د ناټو تر پالنی لاندی د کابل سره خبری اتری ملا منصور نه بلکی یو عادی سړی مخته بیایی چی په کویټه کی دکاندار او یو معمولی سړی دی ، نو دا ډرامه نوره هم رسوا او د خندا سوه . دا لا څه ، دغه رسواینه وروسته ځکه نوره هم د خندا او استهزأ په غیږ ورغله چی ذیدخلو اړخونو یو پر بل تاوان کړه . کابل یې پر برتانیه تاوانوی او وایی چی دا جعلی ملا منصور هغوی را ښودلی او راوستلی و ، برتانیه یې بیا پر شړلي امریکایی قوماندان جنرال مک کریسټل باندی تاوانوي چی هغه ګواکی ور معرفی کړی و ، مک کریسټل یې بیا د « سي آی اې » پر اجتناب تاوانوی چی ګواکی هغوی له دې کاره ډډه کوله ، سي آی اې یې بیا پر اوضاع او شرایطو باندی تاوانوی او باالاخره اوضاع یې بیا په پټه خوله پر بهرنې نیونه تاوانوي حال دا چی طالبان په جګه غاړه او د خیر پر غوندۍ ورته ناست دي او د یو پیاوړي او برلاسې دریځ څخه ملنډی په وهی او ټول اړخونه یې سخت شرمولي دي .
هو ، دا چی دغه جعلی ملا منصور ( چی یو ساده دکاندار و ) ، څلور مرکزونه یعنی واشنګټن ، لندن ، بروکسل او کابل دومره سرځوړي کړل نو اصلی ملا منصور به یې څومره ذلیل او قلیل کړی ؟! دا چی درواغجنو خبرو اترو دومره پریشانه او مضطرب کړل نو اصلی خبری اتری به څه ورپیښ کړی ؟! نو د یو تریخ حقیقت په توګه به اصلی ملا اختر محمد منصور څومره پر خندلي وی ، څومره به یې رپولي وی او څومره به یې ښیَلي وی .
طالبانو پرله پسې د خپلو اعلامیو او مرکو له لارې په ډاګه ویلی چی موږ تر هغه وخته د کابل د رژیم او د هغه د ولینعمت یعنی امریکا سره قطعأ خبری اتری نه کوو، څو چی بهرني اشغالګر پوځونه له هېواده وتلي نه وی . هغوی وایی چی موږ اوس خبری اتری نه بلکی جنګ کوو ځکه هېواد مو « بلواک » دی حال دا چی د بهرنیانو تر شړلو وروسته بیا جنګ نه بلکی خبری اتری کوو ځکه چی هېواد به مو « خپلواک » وی . دا لا څه ، هغوی اصولأ وایی چی زموږ جنګ د امریکایانو سره دی نو خبری اتری مو ولی د هغوی د ترپلی رژیم سره وی ؟ طالبان زیاتوی چی موږ په یو پیاوړې دریځ کی یو او ابتکار زموږ په لاس کی دی ، نو بیا څه اړتیا لرو چی دغسی بې نتیجو او درواغجنو مذاکرو ته حاضر سو ؟ وګورﺉ پنتاګون څو ورځی مخکی کانګریس ته د افغانستان د اوضاع په هکله راپور وړاندې کړ چی په هغه کی یې د لومړي ځل لپاره اعتراف وکړ چی « د طالبانو مقاومت تر پخوا ډیر پراخ سوﺉ ، مضبوط سوی او پرمختللی دی » . دا لا څه ، د امریکا لوی درستیز جنرال مایک میولن هم د نوامبر پر ۲۷مه اعتراف وکړ چی « خبری اتری باید د یو غښتلی دریځ څخه پیل سی خو موږ اوس هلته د یو پیاوړې دریځ څخه محروم یو » [ یعنی نوښت د طالبانو په لاس کی دی ] . میولن زیاتوی چی « طالبان وایی چی هغوی ګټندوی دي نو ځکه پخلا کېدو ته نه حاضریږی . » ښه ، آیا دا هر څه د طالبانو د اعلامیو صداقت او د امریکایانو او کابل رژیم شماتت نه ثابتوی ؟
که امریکا ادعا کوی چی طالبان دې د کابل رژیم سره خبری اتری وکړی نه زموږ سره ، ځکه دواړه اړخونه افغانان دي او کابل ګواکی یو قانونی او مشروع حکومت دی ، نو آیا په شمالی او جنوبی کوریا کی هم همدغسی کوي ؟ او آیا واشنګټن په دې سره دا تریخ حقیقت نه پټوی چی په افغانستان کی خو همدا دوی پخپله د لومړۍ ورځی څخه یوه معیوبه او بې لاسو بې پښو دیموکراسي را صادره کړې او ترپلې ده ؟ آیا واشنګټن د دې تریخ حقیقت څخه سترګي پټولای او خپله ککړه لمن پاکولای سی چی د ۲۰۰۱ په ډسمبر کی یې د بُن په غونډه کی ۱۲ رایی لرونکیً په صفر کی ضرب نه کړ او برعکس ۲ رایی لرونکی یې راته ولسمشر نه کړ ؟ آیا هغوی پخپله د « دیموکراسۍ! » بنسټ کوږ نه کښېښود او دا تعمیر همداسی کوږ نه پورته کیږی ؟ آیا یوه « لویه جرګه ! » ، بله « لویه جرګه ! » ، یو « ولسمشریزه انتخابات ! » ، بل ولسمشریزه انتخابات ! » او دا وروستي « پارلمانی انتخابات ! » ټول جعلی او ساختګی نه وو ؟ او ټول اړخونه اعتراف نه کوی ؟
په هر صورت ، د جعلی ملا منصور رسواینی لاندینۍ اوږد مهاله اغیزې وښندلې :
لومړی د واشنګټن ، لندن ، بروکسل او کابل جاسوسی جوړښتونونه یې بې خبره او بې اثره ثابت کړل ؛
دوهم څلور واړه حکومتونه یې سرځوړي او رټلي کړل ؛
درېیم د هغوی پروپاګنډی لوډسپیکرونه یې چاک او څیری کړل ؛
څلورم د هغوی پوځی ځواک یې بې وسه او متشتت کړ ؛
پنځم جنګی نوښت یې عملأ ځنی واخیست ؛
خو پوښتنه دا ده چی امریکا په ۲۰۰۱ کی طالبان څنګه په خپلو ۷۰۰ خاصو ځواکونو او « سي آی اې » والو سره مات کړل خو نن یې په یو نیم لک ( ۱۵۰۰۰۰ ) خورا کمپیوټری مجهزو پوځیانو سره هم نسي ماتولای ؟ پس اصلی علت دا دی چی امریکا روان جنګ د یو چا په نوم د بل چا سره کوی ، روان مقاومت په بل چا پوری منسوب او تړی ، د یو غیر ملی او فاسد رژیم د بقأ لپاره خپل پوځیان قربانوی او خزانې تشوی ، « دیموکراسي ! » د سوټي په زور تحمیلوی ، د تکبر له مخی شکست نه قبلوي او دنیا خرابوي .
نو ځکه ډول ډول حیلې جوړوي ، پټی مذاکرې اعلانوی ، جعلی څیرې مخته کوي ، جاسوسی توطیې جوړوي ، مرموزي څیرې واکمنوي او خپل ځانونه شرموي .
داسی ښکاری چی وخت نور د امریکا او د هغه د ګومارلو په ګټه نه دی کټ مټ لکه د شوروی نیونی په وروستیو کلونو کی چی و . وګوری په ۲۰۰۶ کی یو طالب قوماندان هغه انګریز خبریال ته چی د ده سره یې مرکه کوله ، او د « رولیکس » ګران بیه او ښکلی ساعت یې په لاس و ، داسی وویل : تاسی ساعتونه لرﺉ خو موږ وخت لرو ، یعني ساعت ستاسو خو وخت زموږ دئ ! والسلام ، ( ن . صمد )