کور / علمي / روح څه شی ده ؟ پرله پسې ۱۷

روح څه شی ده ؟ پرله پسې ۱۷

په بدن کې د روح ځای

د تاریخ په اوږدو کې تل انسانانو ته دا سوچ پیدا وو چې ژوند څه شی دی ؟ روح څه  شی ده ؟
په دې اړه ډیره بحثونه شوی:
 څلور زره کاله مخکې د سومریانو ، آشوریانو اود بین النهرین خلکو د ژوند سرچینه  کبد( ینه) بلله، د فراغنو په وخت کې مصریانو  باور درلود چې د انسان په مړینې سره د هغه روح الوځي، هغو باور درلود چې روح په زړه  او دنس په دننه غړو کې  ده.
 په لرغوني یونان کې څلور سوه کاله مخکې له  میلاده افلاطون په دې دلیل چې ستوري ګردي دي او د انسان سر هم ګردی دی  نو د روح ځای یې د انسان سر  وګاڼه.
 ارسطو چې د هغه شاګرد وو هغه بیا د روح  ځای د انسان زړه و باله،
د مسیحیت په راتلو او د روم د تمدن په  پیل کېدو سره   دوه سوه کاله وروسته له میلاده جالینوس په دی  باور وو چې د روح ځای د انسان  په  ماغزو کې دی
جالینوس د ماغزو دننه  مختلفې برخې ولیدې  او باور يي پيدا  کړ چې ماغزه د روح ځای دی هغه د خپلې دی ادعا په هکله  وویل: که د یو حیوان په ماغزو  فشار راوړل شي نو سمدستی د هغه بدن فلج کیږي مګر  که يې په زړه فشار راوړل شی پر هغه څه نه کیږي .
مګر خلکو د افلاطون دباور  پلویان وه نو د جالینوس نظر چا ونه مانه.
لئوناردو داوینچی  داانسان د مغز د دننه  په لیدو وویل مغز د د ژوند مرکز دی   خو  کلیسا  د هغه د مغز د عملیاتو سره  مخالفت وکړ  او هغه يې له روم څخه تبعید کړ  بیا دکارت  چې هغه د مغز د عملیاتو سره علاقه نه لرله منځ ته راغی هغه ویل ژوند په کبد (اینه ) کې منځ  ته راځي بیا زړه ته ځي له هغه ځایه بیا  لاندینیو ماغزو ته ځي  بیا د تنفس د هوا سره یوځای کیږی له هغه ځایه د کاجی غدې دلاری ماغزو  ژورو ته تویږی، بیا د سوریو له خوا د یوې نری لاری څخه د بدن مختلفو حرکي غړو ته  په ځانګړی ډول ماهیچو ته ځي .
له اتمه تر یولسمې پيړۍ کې د علم په  پرمختګ سره په لسمه پیړۍ کې  د طب عالم  رازی  اوپه یولسمه  پیړۍ کې ابن سینا د جالینوس نظر تایید کړ او هغو هم د روح ځای ماغزه وباله.
 چې وروسته   دوو نامتو ډاکترانو « وسالیوس»ا و « توماس ویلیس» دا نظریې وڅیړلې په پایله کې هغو دا ثابته کړه چې د ژوند او منطق مرکز ماغزه دی.
 ولي داچې د مغز کومه برخه کوم شی کنترول وی  په هکله  هغویڅه ونه ویل .
 په اتلسمه پيړۍ کې «ژوزف گال» د «فرنولوژی» په نامه یو کرنلاره راویستله لکه کف شناسی  هغه هڅه کوله د یو سړی د چهرې په لیدو د هغه  فکري او شعوري  شخصیت بیان کړی هغه ډیری څیړنې وکړی چې داسې یو فارمول پیدا کړی  چې د چا د چهرې  په لیدو د هغه په ذات پوه شی هغه ویل دسر لوړې او ژورې د انسان یو خاصیت بیانوي.
 فرانسوي جراح « پیربروکا» یو ناروغ چې د بدن ښی خوایې فلج وه تر  درملنی  لاندې ونیوی، هغه ته درملو څه ګټه ونه کړه او مړشو، « پیربروکا»  دهغه سر څیری کړ  ،هغه وموندل چې د هغه په ماغز وکې یوه  برخه له مغزي سکتې له کبله له منځه تلی وه.
هغه ډیری څیړنې او هڅې وکړی چې  دماغز وټولي برخې او د هغو دندې   تشخیص کړی.
 په همدی وخت کې یوه بله پېښه د امریکا په « ورمانت» ایالت کې پېښه شوه
کارګرانو دریل پټلۍ جوړوله د هغو مشر« گِیج» دباروتو په یوه  چاودنه کې پر تندی  ټپي شو  د هغه تندی جوړ شو  خو هغه چې یو جدی اوبادب سړی  وو په یو بې ادب سړی  بدل شو.
« گالوانی» یو   ایتالوی پوه  باور درلود چې په ماغزو کې یو ډ‌ول  برېښنا  شته .
 هغه  په  یوه توپانی شپه کې  د یوې چنګوښې سر او پښې په یو سیم  سره له مځکې سره وصل کړ نو هغه ولیده چې  د تندر په وخت کې د چنګوښي  په بدن کې یو ډول   تشنج پیدا کیږي.
 هغه وړاندوینه وکړه  چې د انسان او حیوان په مغز کي یوشی د «  حیوانی برېښنا» په نامه شته چې دا « حیوانی برېښنا» په ۱۸۲۰ کې د « گالوانومتر» په اختراع سره  اثبات شوه
د نولسمې پیړۍ په پای کي دو المانی پوهانو« فریش و هیتزیک»
 دا برېښنا کشف  کړه هغوی ولیدل چې د مغز د سطحی  پارولو (تحریک) څخه ناببره  د بدن په نورو غړو کې د پاریدنی  او خوځښت لامل کیږي.
 انګلیسی« جاکسون» ، فرانسوی« فلورنس» او المانی « گولتز»  او « مانک»
   د ماغزو د ځانګړو  دندو په هکله ډیرې کلینکی څیړونې وکړې او په شلمه پيړۍ کې . «پنفیلد» وکولالی شول د ماغزو ځینې دندی  مالومي کړي
هغه وویل:
د تندی ماغزه د خوځښتونو  او عالی حسونو،بغلی ماغزه د حسی کړو ، د څټ ماغزه  دباصری د کنترول ،  د ماغزوکینه نیمه کره د تکلم اوښی نیمه کره  دفضايي اړیکو مسولي برخې دي.

نوربیا