کور / شعر / دپښتني مورپرياد

دپښتني مورپرياد

زه پشتويم زه پشتويم چيغې کاندم پشتنوته
لويه خدايه سره لمبه سوم دوطن توروتياروته
زه غريبه سرسرتوره د يتيم غوندي کړېږم
تړمي اوشکي پاکي نه کړي دماشوم وغلبلوته
زه هم پت وم هم غرور وم دنړۍ په مخ کي وروڼو
په قدم قدم مي مرګ سو درقيب نازو نخروته
خپل مي ژبه غوڅه وي نن ته به چپه نن اوسيږي
دايې حال سولویه خدايه امتحان دغم شيبوته
زه نن پورته کتئ نه سم دسيالانوپه حجره کي
لکه کوڼ وګونګ چي ناست وي دزمريانوونقلوته
سپيره مخ يې ليکي ليکي ببرسر پشې يې تڼاکي
داسپين سري ابئ دچاده اوچي شونډي بنګلوته
يوسړي راته يې زير زيرسو پاتا څه دي نن بياسوي
ته خوننګ دټول جهان وي زه حیران يم ستا قيصوته
ته هغه زړه پشتو يې يايا نه رامعلوميږي
ستا قيصي مااوريدلي موږ که ولي خپل زلموته
دماڅه دي نن لیدلي ديوخوب رامعلوميږي
په ريشتا به داسي نه وي ته تاريخ وتاريخوته
ته چي کور دعظمتونوهر غليم په کپ اخته وه
ته خوشوردزولنووي داسرکشوميړانوته
ته هغه دننګ ټپه وي اسفهان وپاني پت کي
يايانوروتاؤ بريتونه ګډيدل به سره اوروته
که ريشتا وي داخبره اه دننګ بچيان دي څه سو
زه نن خپلويم ترټلي کريږي کاندم اسمانوته
زه دچا نه ګيله وکړم نن مي خپل دي پردي سوي
يوپتنګ خوپيدانه سوچي ځان سوځي سرولمبوته
زه هغه پتمنه موريم نن بياڅه ابا راغلي
زه الکوزي ناري کړم سره يوسي پشتنوته