دسرِ چوک خبري

دسرِ چوک خبرونه ډیر کله ریښتیا کیږي.د سرِ چوک کارګران تر هغو چی ګاک مومي، په پراخه پیمانه کابینی جوړه وي، وزیران ټاکي، دحکومتونو دتغیر او تبدیل په اړه بحثونه کوي او …
د نن سبا بحث ډیر ګرم دی. موضوع ګانی هم ډیری دي. انګریزانو کرزي ته چل ورکړی. جعلی ملا منصور!!! یی پری تیر کړی!!!
جعلی ملا منصور! د کوټی ښار کوم دوکاندار دی، انګریزانو له کوټی را پورته کړۍ او په ارګ کی یی کرزي ته کینولی او هغه هم دا طالب مشرانو سره یوه لویه پرمختیا بللی، د لوړی کچه خبری یی ورسره کړي تر څو خپل کریډیټ نور هم زیات کړي او د سولی ستر مرکچی ځان وښیی او بیا په نره یو خبري کانفرانس ورکړي، وحید عمر هم په غوږ و ټپوي چی هلکه زموږ په طبعه نن د تلویزیونونو سره ګردي میزونه ونیسه او د خپلی خوښی او زمونږ هم نظري څو صاحب نظران هم هغو نورو چینلونو ته چی ته په کی نه یی ولیږه تر څو په نره زموږ له ستراتیژی او جرګو او مرکو څخه دفاع وکړي. خلک خبر کړي. د جعلي نوټونو، دره یی (پاکستان کی کوهاټ ته نږدی سیمه) وسلو، د تور چای په اړه مو هم اوریدلي وو چی بور(دلرګیو له بوری) سره وینه ګډوي او تور چای تری جوړه وي. د اوړي په موسم کی مو خوږو شربتونو کی د ملاوټ خبری هم اوریدلی وی. خو د ملا اختر منصور یی ډیر جالب، په زړه پوری او واقعاٌ یوه نوی اختراع دی. حیران په دی یم چی وحید عمر به تر څو د داسی چټیاتو څخه دفاع کوي؟ تر څو به نور درواغ وایی؟ او دا درواغ یوه ورځ پای مومي. خبره د ولسمشر کوه چی څومره وخت لري او څومره فارغ دی چی ددو کاندار سره، مخکی له دی چی نبیل جان د هغه د اصلیتوب تصدیق وکړي، ګوري، خبری کوي، پیسی هدیه کیږي او څه او څه…
دوکانداره! شیر دی شه! د کلونو مزدوری دی په ورځی کی وکړه، احمقان چی وي نو مفلس به څوک پاتی شي؟
افغان ملتي پوپل استعفی وکړه:
بل تازه او ګرم نرم خبر دی چی د سیمزی اداری مشر، د افغان ملت ګوند مرستیال غلام جیلانی پوپل استعفی وکړه. پارونکی خبر دی. په پوپل باندی یی خپل کاري ټیم هم ډیر زیات زهیر شوی او خفه دی. حالات یو رقم بل رقم دي. د ډیرو د استعفاوو اوازی دي چی په نږدی راتلونکی کی به بیا د سرِ چوک له ټریبیونه تاسی سره مشرف شو.
جیلانی ولی استعفی کوي؟
ګوندي اصول یی په مخ کی خنډ دي؟ خو دا خو دومره د منلو وړ ندی ځکه چی کله د ګوند مشر احدی صیب!!! په ولسمشریزو ټاکنو کی مستعفي شو، د کرزي حکومت یی نقد کړ ځکه چی حاکمیت نلري، ده هیڅ کوم منفی غبرګون یا کوم څه چی توقع کیدله ونښود. دغه خلک دومره ګوندونو او نظرونو ته معتقد ندي. دلته چی د اسلامی تنظیمونو مشران خپلو اصولو ته معتقد پاتی نشول نو په افغان ملتیانو چی د پخوانه سیکولرټاپه لګیدلی چیرته معتقد پاتی شي؟
ایا کوم باندني فشار استعفی ته مجبور کړی؟
دا نو کوم باندنی فشار دی؟ امریکایان او که انګریزان؟ شمالي ټلواله او که بل څوک؟ او که ډیورینډ لاین؟
د سرِچوک له منابعو سره د امریکایانو او انګریزانو په اړه جدي خبرونه دده (پوپل) په باره کی کم دي. ویکیلیکس که څه لري نو ټایم به لګي.
خو دشمالی ملایانو ډله لږ څه نه ډیره زوروره ښکاري. او د کرزي د مشارکت ملی تعریف هم ثابت ندی، جامع ندی، زموږ د ښوونځی پینسلی تقسیم اوقات دی هر وخت تغیر خوري. ویل کیږي چی وزارتونه سره ویشل شویدي چی کوم وزارت باید چاته راپور ورکړي او دسیمیزو چارو اداره مارشال صیب ته معرفی شوی دی چی خپل کاري راپورونه ورسره شریک کړي. د سیمیزو چارو ادراه هم د وزارت نه کمه ندی. د صدراعظم پوست سره ډغره وهلای شي او کرزي دا اداره همداسی ساتلی وه ترڅو د خپلی خوښی والیان ددی لاری ولایتونو ته معرفي کړي. که چیری دا اداره پارلمان ته معرفی کیدله نو په هغه صورت کی د پوپل د منل کیدو یا رد دیدو امکان وُ او بیا دا کار دکرزي صیب!!! په ګټه نه وُ. نو شیخ فریده پټه خوله دی بهتري دی. کیدای شي چی د پوپل ډیره غصه په همدی وي چی ولی یی د سلسلی مراتبو قبله بدله شوه.

که خبره د جګدلک په سر وي چی هغه سره د دده (پوپل) توافق نه وُ چی ولی کندز ته د والی په حیث لاړ شي نو دا خو دومره غټه مسله ندی ځکه چی څومره نور والیان به پوپل خوښ نه وُ خو فوق العاده فرمان له لاری به تری تیر شوی وي.
خبره که د ډیورینډ لاین وي چی نن سبا سرِ چوک ته را وتلی دی نو هغه یوه ستره توطیه دی ګورو به چی څه کیږي؟ دا نو ډیره غټه مسله دی د کرزي صیب او فاروق وردګ خولی ددغو شیانو لپاره وړی دي. که پوپل په دی دومره غصه ښودلی وي نو افرین یی.
پوپل پسی کرزي، اشرف غني او دشمالی ټلوالی هوښیار ملا قانونی هم را لیږلي وُ تر څو پخلا یی کړي خو پوپل خپل ګرځنده فون بند کړی ترڅو ورته کرزی لاس رسی ونه مومي.
د پوپل ځای ناستي به څوک وي؟
الف. امیر صیب اسماعیل خان، ځکه چی له وزارته خو رټل شویدی
ب. استاد عطا، ده ته دا پوست له مخکی په نظر کی وُ خو عطا رد کړی
ج. فاروق وردګ، د کرزی د کابینی جامع الکمالات او د پاکستان سره د ښو اړیکو در لودونکۍ
د. اسماعیل یون، مالوم ندی چی څومره به یی امکانات وي، په امیر به یی زور ورسییږي او که نه؟
ح. وحید عمر، د ولسمشر ویاند دی خو ددی پوست په ځای کیدای شي د ولسمشر ددفتر ریس شي.
نتیجه: مالومه ندی چی بده به وي او که ښه خو د پوپل استعفی به ښه اقدام نه وي. اینده زموږ په مخ کی دی ګورو به.
د سرِ چوک تر نورو خبرونو د خدای په امان