کور / راپور / په هالينډ کې د نړيوالو محصلينو غونډه جوړه شوه

په هالينډ کې د نړيوالو محصلينو غونډه جوړه شوه


 د هالينډ د دين هاګ (The Hague)په ښار کې ددغه هېواد د نوپيک(NUFFIC) د نړيوالي تعليمي اداري لخوا دغه غونډه جوړه شوي وه چې پکي د نړۍ له بيلابيلو هېوادونو څخه تر دوه زرو زياتو محصلينو ګډون کړي وو.


د نوپيک اداري مئسولينو د غونډي د پرانيستو پرمهال وويل  دا هغه نړيوال محصلين دي چې په هالينډ کې په ذده کړو بوخت دي،دوي وويل دوي هر کال د نړۍ له بيلابيلو هېوادونو څخه په زرګونو محصلين په خپلو پوهنتونونو کې جذبوي چې سږ کال يې د اټکل له مخي تر اولس زرو څخه زيات محصلين هالينډ ته راغلي او دلته په بيلابيلو پوهنتونونو کې په بيلابيلو برخو کې پر زده کړو بوخت دي .


د نوپيک په دغه نړيواله غونډه کې د افغانستان څخه هم يو شمير محصلينو هم برخه اخيستي وه، په هالينډ کې يو افغان محصل عزت الله مراد وايي  دغه غونډه ده ته ډيره په زړه پوري وه او په غونډي کې ځيني سيالي او دهېوادونو د کلتور د ښودني ځانګړي محفلونه نيول کيده چې ده هم په يوه  سپورتي سيالي کې ګډون وکړ،ده وويل که څه هم ده سپورت ندي کړي خو په سيالۍ کۍ  له ټولو څخه ميدان يوړ او مډال يي تر لاسه کړ .


له ننګرهار څخه راغلي محصل چې په هالينډ کې د زراعت په برخه کې ماسټري کوي وايي ده ته دغي نړيوالي غونډي ډير څه ورذده کړل لومړي خو ده وليده چې خلک د نړۍ په فکر کې دي او د نړۍ د يوکولو هڅي کوي خو موږ يوازي د افغانستان او ياد د خپل کور په اړه فکر نشو کولاي چې سره جوړ او په يو ټغر سره کينو،ده وويل په غونډه کې د تارونو د جال غونډاري وشيندل شول چې ټوله غونډه يي په برکې ونيوله اوټولو داسي فکر کوه چې له دغه کار څخه موخه څه ده او څرنګه به اوس ورڅخه دغه هلکان راوزي،خو د نوپيک مشرانو وويل  دا دنړۍ د يو کولو په مانا ده اوکه موږ او تاسي سره يو بل ته سره لاسونه ورکړو نو ددغه جال په رقم په نړۍ کې هري ستونزي د پاي ټکي کيږدو.


د لوګر ولايت اوسيدونکي حميدالله احمدزي وايي د نوپيک لخوا هرکال دغسي نړيوالي غونډي ترسره کيږي دا لومړي ځل دي چې افغان محصلينو هم پکي  ګډون کړيوو،ده وويل دي دومره خوشاله دي چې په دغه لويه نړيواله غونډه کې د افغانستان نوم ياد شو او هم دهېوادونو د کلتور ښودني په ننداره کې افغانستان برخه واخيسته چې د غونډي د ګډونوالو لخو په چک چکو بدرګه کيده.نوموړي د افغانستان له مشرانواو مئسولينو څخه غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د جنګ جګړي ټغر نور ټول او د سولي  او د ښووني لوري ته مخه وکړي ترڅو له نړيوالو سره سيال شي او دغسي غونډي په افغانستان کې جوړي کړي چې وګوري په افغانستان کې د نړۍ زده کوونکي هم  زده کړي کوي.