افغان محصلینو د یوولسو هېوادونو له محصلينود فوټبال لوبه وګټله

د لراوبر اداره | نوومبر 30th, 2010


افغان محصلینو له یوولسو هېوادونو د فوټبال لوبه وګټله
     د فوټبال په هغه تورنمنټ کې چې د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې روان ؤ، د افغانستان په استازیتوب د خراسان لوبډلې په خپل ټینګ عزم سره وکړای شول چې د یوولسو هېوادونو مختلفو لوبډلو ته کلکه ماتې ورکړي. دا په زړه پورې تورنمنټ په دغه پوهنتون کې د نایجیریا، سومال، ترکیې، پاکستان، چين، تایلیند، مستعربین، قراقرم، چترال، کېنیا، او اندونیزیا د لوبډلو ترمنځ د پوهنتون په لوبغالي کې ترسره شو. ددغه سیالیو په پای کې افغان محصلینو تر سخت مقاومت وروسته وکړای شول چې تورنمنټ په خپله ګټه پای ته ورسوي. په تورنمنټ کې د خراسان لوبډلي مشري د عبدالرحمٰن پر غاړه وه.
پردې سربېره ددغه پوهنتون د کرکټ په تورنمنټ کې هم د افغان محصلینو د کرکټ لوبډلې وکړای شول چې د اويا لوبډلو ترمنځ په سیالیو کې تر (سیمي فاینل) لوبې پورې ځان ورسوي. د کرکټ د سیالیو د لوبډلې مشري د محمد کاظم پر غاړه وه. ددغو سیالیو په پای کې د افغان محصلینو د اتحادیې رئیس محمد ولي کاکړ محصلینو ته مبارکي ووېیله، او د افغانستان له سفارت او په ځانګړې توګه له افغان سفیر ښاغلي مجنون ګلاب او د هغه له همکارانو رحیم الله قطره او احمد بشیر غفوري له پرلپسې هلوځلو څخه مننه وکړه، چې افغان محصلینو ته په کلتوري او نورو برخو کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړې. ښاغلي کاکړ په خپلو خبرو کې له افغان سفیر څخه وغوښتل چې ددغه پوهنتون لوبډلې د افغانستان د المپیک له کمېټې سره راجستر کړي.
د یادونې وړ ده چې د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون افغان محصلین د فوټبال، کرکټ، والیبال تر څنګ په کلتوري او ادبي برخو کې هم په زړه پورې لاسته راوړنې لري چې تل یې په دغه پوهنتون کې د خپل هېواد او ځورېدلي ملت نوم ځلولی دي.

Copyright Larawbar 2007-2024