کور / تازه خبرونه / د ويکي ليکس د مشر د نيولو امر صادر سو

د ويکي ليکس د مشر د نيولو امر صادر سو

د نړۍ والو انټرپول پوليسو له خوا د نړۍ ټولو هيوادونو ته امر صادر سوئ، چي د ويکي ليکس ويبپاڼي مشر جوليان آسانژ ونيسي.
راپورونه وايي د ويکي ليکس پر مشر د جنسي تيري تور لګېدلى او ښايي په همدې پلمه محاکمې ته راکش او د نورو تورونو سره مخ کړل سي.
د ويکي ليکس ويبپاڼي درې ورځي دمخه د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت په سوونو زره ډيپلوماتيک او استخباراتي اسناد افشاء کړل، چي د نړۍ په ډېرو هيوادونو پوري اړه لري.
امريکا د ويکي ليکس پر دې اقدام سختي نيوکي وکړې او ښايي د دې ويبپاڼي د مشر د نيولو پرېکړه هم امريکا کړې وي.
د ويکي ليکس ويبپاڼي مشر څو مياشتي دمخه هم په سويډن کي په جنسي تيري مجرم وپېژندل سو، خو وروسته يې دوسيه بيرته هېره سوه.
د نوموړي د هستوګني په هکله اوس معلومات نسته چي چيري پټ دئ.