کور / تازه خبرونه / کندز:د۴طالبانو دوژلواو۸تنودنیونی خبر ورکړ شو.

کندز:د۴طالبانو دوژلواو۸تنودنیونی خبر ورکړ شو.

دچهاردری ولسوال عبدالواحد عمرخیل ووایی چی تیره شپه دایساف ځواکونو په هوایی عملیاتو کی دیادی ولسوالی په عین المجرسیمه کی ۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوی او ۸ کسه یی ژوندی له ځانه سره بیولی دی
عمرخیل زیاتوی چی په دغوعملیاتوکی عام خلکوته کوم زیان ندی رسیدلی خو دسیمی خلک بیا وایی چی په وژل شویو کسانو کی دوه عام خلک شامل دی خو ولسوال عمرخیل یی نه منی
تراوسه پوری په سیمه کی ایساف ځواکونو په دی هلکه څه ندی ویلی
اوهمدغه راز وسلوالوطالبانو هم تراوسه خپل نظر په دی هلکه ندی څرګند کړی ددی ترڅنګ تیره ورځ وسلوالو طالبانو ویاند لراوبر ته په یوټیلفونی پيغام کی دچهارشنبی ټیپی په سیمه کی دټانګ دویجاړیدو په پایله کی د ۳ بهرنی عسکرو دوژلو خبره کړی وه خوپه اړه ایساف څه نه وویلی .
چهاردره دکندوز دناامنو ولسوالیو په کتار کی راځی چی ډیری وختونه دشپی له مخی عملیات عاموخلکوته هم مرګ زوبله اړوی او اودهغوی روزنی ژوند له خنډسره مخ کوی

همایون