کندز:دایدزورځ ولمانځل شوه

46 | دسمبر 1st, 2010


په کندوز ولایت کی دیوی غونډی په ترڅ کې دایدز یا ایچ ای وی نړیواله ورځ ولمانځله شوه
په کندوز کې دایدز اداری مسوولینو وایی چی دتیرو ۳ کلونو راپه دیخوا په یاد ولایت کی ۵ تنه په یاد ویروس اخته شوی چې تیره کال له دی امله یوی میرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړ
سره له دی چې په شمال ختیز ولایت کندوز کې په یاده برخه کې دملګرو ملتونو دیونسف اداره اوپه خپله دایچ ای وی اداره کارکوی خو بیا هم دکندوز دسمیزروغتون دډاکټرانو په خبره په یاد روغتون کې داسی وسایل نشته چی دوی ورباندی دایچ ای ویی ویروس باندی اخته ناروغان تداوی کړی ددغه روغتون دډاکټرانو په خبره دوی دیادی ناروغی مریضان کابل او مزار ته استوی.
ایدز یوه خطرناکه ناروغې ده چې دبیلابیلولارو نه داخته انسان نه نوروته سرایت کوی مګر دغیرمشروع جنسی اړیکو له لاری دخپریدوامکان ډیر زیات دی .

Copyright Larawbar 2007-2024