کور / تازه خبرونه / د غزني د انتخاباتو پايلي هم اعلان سوې

د غزني د انتخاباتو پايلي هم اعلان سوې

د انتخاباتو کمېسون په کابل کي د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي د غزني ولايت د پارلماني انتخاباتو نهايي نتايج اعلان کړل.
د غزني ولايت د نتايجو اعلان تېره اونۍ د تخنيکي ستونزو په پلمه پاته سوئ وو.
د انتخاباتو کمېسون د رايو د ورکولو په ورځ د غزني د ١٧ ولسواليو څخه په ١٢ ولسواليو کي د رايي اچوني مرکزونه د امنيتي ستونزو په پلمه نه وو خلاص کړي، چي له امله يې د ولايت څخه يوازي د يوه قوم استازو ولسي جرګې ته لاره پيدا کړه او پښتانه چي په غزني کي اکثريت دي حتى يو وکيل يې هم ولسي جرګې ته نه دئ بريالى سوى.