کور / د ډيورنډ کرښه / ددیورند دکرښه دتکړه پوهانو وڅېړنو ته اړتيا لري

ددیورند دکرښه دتکړه پوهانو وڅېړنو ته اړتيا لري

لکه څرنګه چه ټول هیوادوال خبر لری له څو ورځو راهیسی داریانا افغانستان دتلویزیو له چینله  یو شمیراشخاص ددیورند کرښی په اړه ځانګړي پروګرامونه(خپرونی) پر مخ بیایی،بیله شکه ټول افغانان او لر اوبر پراته قومونه اوقبایل وظیفه او مسئولیت لری چه باید ددیو رند دناروا او کر غیړنی کرښی دعادلانه او معقول حل په خاطر وخپلو تلاشونو ته په هر وخت او ځای کی ادامه ور کړي،ولی ددی ډیری مهمی ، فوق العاده او با اهمیته موضوع په باب چه د۱۲۰ کلونو را په دیخوا دمنطقی په سطح په تاریخ کی مطرح ده لازمه ده چه هغه دباور او اعتماد وړ اشخاص څېړنی او بحثونه وکړی چه ددیورند دکرښی داهمیت اود هغی دحقوقی حل په لارو چارو باندی په مکمل ډول پوهیږی،او ددی کرښی دحل  لاری اوچاری د وضع اوشریطو مطابق په ښه توګه درک کولای شي دخط دواړو غاړو میشتو خلګوته او بین المللی ټولنی ته مستقیمه او منظمه لاره او جهت ور کولای شي.
 ددیورند دکرښی په باب  په دغو څو تلویزیونی پروګرامو کی دهر ګډون وال  شخصیت ، اوپه دغه لاره کی ددوی تلاښونه اواحساسات  دقدراو احترام وړدي،ولی متاسفانه ددوی دهویت ،کاری تجربو،اوسیاسی شناخت په باب لا تر اوسه دافغانستان ټول خلګ خصوصا لر اوبر پښتانه په کافی اندازه معلومات نه لري،ددا ځو ور ځو خبرو او بحثونو ځخه داسی نتجه اخستله کیږي چه ددوی دبحث اوخبرو تاثیر، وظیفوی سابقه،کاری تجربه او صلاحیت ددیورند دکرښی داهمیت په نسبت ډیر ضعیف او په ټيټه سطح کی قرار لري ، دوی لا تر اوسه دافغانستان په ملی ژبو دخبروکولو توان په خپل ځان کی په ښه وجه نه لرې او  په خپلو مورنیو ژبو باندی یی دخبرو کولو حاکمیت دهیواده څخه دلیری والي په وجه له لاسه ور کړي دی،که په پښتو خبری کوي په دري فارسی یی څوک نه پوهیږی که په دری فارسی شروع کوی په پښتو یی هیڅوک نه پوهیږي ،هره جمله په ډیر روحی او روانی فشار په ډیر مشکل له خپلی  خولي راباسی او بیانوی یی،دوهم نتجه داده چه دوی  ددیورند دکر غیړنی کرښی په باب تنها ۱۲۰ کلن تیردانګریزانو دوخت ناوړه تاریخ ټکی په ټکی تشریح کوي چه بیله هغه هم هغه تیر تاریخ دهر افغان په مغز او زړه کی دژوند تر اخرنی ورځی پوری دیوه تور داغ په شکل شته او نه هیر یدونکی خاطری دي،زما په نظر دهغه تاریخ دتکرار او ټکی په ټکی د بیانولو پرځای به بهتره داوی چه دموجوده روان وضعیت په نظر کی نیولو سره چه ددیورند دخط دواړو غاړوکی په ډیر ناروا او غیری قانونی شکل جریان لري ددیورند دخط په هکله هر اړخیزه بحث وشي،نه داچه ددیورند دجرګی له نامه څو ک غلطه استفاده پورته کړي او دخبرتیاو داعلام په ترڅ کی خپلی شخصی بیځایه عقدې ترسره کړی او بیله کومه مدرکه او اسنادو دځینونورو شخصیتونو دتحقیر او توهین باعث وګر ځیږي او اضافه له خپل صلاحیت او موًقف څخه دنورو په شخصیت تعرض وکړي،لکه چه په دغه نزدو ورځوکی دیوه افغان له لوری دامین بسمل په نامه  په جرمنی که دبایرن میشتو افغانانو داتحادیی تر نامه لاندی په ډیره سپین ستر ګی سره دغه کار تر سره کیږي. په حقیقت کی معلومه شوي ده چه نه هلته کومه رسمی اتحادیه شته  یوازی دبسمل شخصی …….. ډله ده چه خپلی شخصې مخکنې زاړه اوتر وخت تیر له تعصبو او کرکو ډک اهداف تر سره کوي .که چیری هلته دټولو بادرده او بااحساس افغانانو په اشتراک کومه اتحادیی رښتیا هم وجود در لودای نو بسمل خان ته به یی هیڅکله هم په نورو باندی دتهمت ویلو  او یاهم په هیواد کی دشمال،جنوب،شرق او غرب په نامه و نفاق او شقاق ته د لمن وهلو اجازه نه وایی ور کړي.اویا دی دهیواد د ولس مشرپه شخصیت باندی داسلامی احکامو او افغانی پښتنی دود خلاف بی شرمانه تعرض وکړی. چه په دی هکله دافغانستان دژغورنی دجرګی اعلامیه چه په ځینو سایتونو کی خپره شوي ده دیادونی او ملا تړ وړ ده.
دموضوع څخه باید لیری ولاړ نشم زما هدف دادی چه ددیورند دمحکومه او لغوه شوي کرښه دې  له حقوقی پلوه دبین المللی قوانینو پربنیاد په هیواد کی دننه او تر هیواد دباندی اوهم ددیورند ددواړو غاړو سیاسی کا رپوهانو او په بین المللی معیارونو سمبالو عالمانو له لوری  دهیواد په دی خاصو شریطو کی دیوه علمی سمینار په طرڅ کی په هر اړخیزه توګه وڅیړله شی،دغه درانه شخصیتونه چه ددغی هر اړخیزی څېړنی وړتیا ،استعداد اولیاقت په خپل ځان کی  لری بالاخره به وکولای شی چه ددغه غټ ناورین ځخه دخلاصیدو دحل معقوله لاره په ګوته کړی په خار ج او دا خل کی زما په شخصی نظر په لاندی ډول دي.
۱ – ښاغلی داکتر  عظیم سیستانی صاحب
۲ -ښاغلی داکتر عبدالستار سیرت صاحب
۳ – ښاغلی داکتر عبدالباری جهانی صاحب
۴ – ښاغلی داکتر فاروق اعظم صاحب
۵ – ښاغلی داکتر اکرم اندیشمند صاحب
۶ – ښاغلی روستار تره کی صاحب
۷ – ښاغلی سعیدی صاحب په پاکستان کی دافغانستان پخوانی تکړه دیپلو مات
۸ – ښاغلی وحید مژده صاحب په هیواد کی تکړه ژورنالیست
۹- ښاغلی مولوی وکیل احمد متوکیل صاحب
۱۰ -ښاغلی غفور لیوال صاحب
۱۱ – ښاغلی استاد ودیر صافی صاحب
۱۲ – ښاغلی زبیر شفیقې صاحب
۱۳ – ښاغلی محمد اکرم عثمان
۱۴- ښاغلی علی احمد جلالی
۱۵- ښاغلي ثریا خادم
۱۶ -ښاغلی رمضان بشردوست
۱۷- ښاغلی سلطانعلی کشتمند
۱۸ – ښاغلی دستګیر پنجشیری
۱۹ – ښاغلی نبی مثتاق
۲۰ – ښاغلی داکتر دادفر رنګین سپنتا
۲۱ – ښاغلی افراسیاف خټک صاحب
۲۲ – ښاغلی اسفندیار ولی صاحب
۲۳ – محمود خان اڅګزی صاحب
۲۴ -ښاغلی امیر خان هوتي او ځینی نور دي ته ورته شخصیتونه.
پورته اشخاص هغه  دقدر وړ شخصیتونه دی چه ددی ټولو لیکنی او خپرونی ددیورند دکرښی په باب همیشه دواقعیتونو پربنیاد او دهر نوع تبعیض او کینی څخه پاکی دخلګو په مینځ کی مثبتی ارزیابی شوي دی له دغو ښخصیتونو څخه په ډیر درناوی هیله ده چه ددیورند دکرښی په باب  دهیواد په دی خاصو شرایطو کی یو ځل بیاهم خپل نیک او رهنمودی نظریات دافغانستان او دکرښی دواړو خواو پرتو خلګو ته وړاندی کړی او اجازه ور نه کړی چه ددیورند دکرښی داساسی حل  اهمیت دی دڅو نامعلومو اشخاصو له لوری دای،اس،ای په مشوره دشخصی اهدافو قربانی شي.