کور / تازه خبرونه / د اريانا افغان هوايي شرکت فرانکفورټ ته الوتني پيلوي

د اريانا افغان هوايي شرکت فرانکفورټ ته الوتني پيلوي


اريانا افغان هوايي شرکت سر له سبا 25 فبروري څخه له کابل څخه په مسقيم ډول دجرمني د فرانکفورټ ښار ته الوتني پيلوي ، د ارياناافغان شرکت د خبر له مخي دوی به ديادي سوي هوايي کرښي لپاره د هوايي بس A321 ډوله الوتکي کاروي . نوموړی شرکت وايي چي په نژدې راتلونکي کښي غواړي دوې نوي الوتکي رانيسي او له کابل څخه د اروپا د نورو هيوادونو سره هم په مستقيم ډول الوتني پيل کړي .


د اريانا هوايي شرکت په داسي حال کي خپلي الوتني اروپا ته پيلوي چي ډيرئ لويديځ مېشت افغانان افغانستان ته د سفر کولو پرمهال د زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان وه .


د اريانا هوايي شرکت له خوا په خپرو سوو معلوماتو کي راغلي چي ياد سوی شرکت د عدليې وزارت پوروړئ دی  چي اوس به عدليې وزارت له خپل پور څخه تيريږي او په بدل کي به يې دا شرکت تر هغه يوشمېر حسابونو چي له دولت سره يي لري تير سي . ددې شرکت پر پخوانيو چارواکو تور دی په  جرمني او کابل کي يې ددې شرکت په مليونونو ډالر غلا کړي او امريکا ته تښتېدلي دي .


اريانا افغان هوايي شرکت هم د يو شمېر نورو هوايي شرکتونو غوندي د اروپا د هوايي کرښو په تور ليست کي راغلی وو او نژدې دوه کاله وسوه چي له کابل څخه فرانکفورټ ته ددې شرکت پر الوتنو بنديز لګېدلی و .


 اريانا هوايي شرکت د افغانستان لومړنی هوايي شرکت دی چي شاوخوا پنځوس کاله پخوا يي په کار پيل کړی دی ، اوس په افغانستان کي د کام اير ، پامير او ساپي هوايي کرښو په نومونو شرکتونه په کار بوخت دي خو له يادو سويو د کام اير او پامير هوايي شرکتونو په اړه تر اوسه زيات شمېر شکايتونه په مطبوعاتو کي خپاره سوي دي .