کور / تازه خبرونه / هلمند: دسپيانو پرجنګولو بنديز ولګيد

هلمند: دسپيانو پرجنګولو بنديز ولګيد

دهلمند امنيتي چارواکي وايي په هغه ولايت کې دسپيانو په جنګولو بنديز لګولى دى . داپرېکړه دهلمند امنيتي چارواکو وروسته له هغه وکړه چې په کندهار کې دسپيانو دجنګولو په مېله کې ځانمرګى بريد وشو . دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال وويل چې ځايي خلکو او دسپيانو جنګوونکو په دې اړوند ښه مرسته ورسره کړې ده . هغه دغه عمل غيري انساني او غيري اسلامي کار وباله . په هلمند کې يوازي په ګريشک ولوالي کې په اونۍ کې يوه ورځ سپيان جنګول کېدل خو په کندهار کې په اونۍ کې دوې ورځي دغه مېله کېدله .