کور / تازه خبرونه / تازه خبر:په کندهار کې بيا چاودنه وشوه

تازه خبر:په کندهار کې بيا چاودنه وشوه

دکندهار په ميوند ولسوالي کې په ګرماوک سيمه کې دکندهاکر دوالي اسدالله خالد دموټرو دکاروان پر امنيتي ساتونکو يوه بمي چاودنه وسوه او لږ ترلږه درې پوليس سرتېري يې ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل . چاودنه دڅړک دغاړي دماين له کبله شوې ده . دکندهار والي اسدالله خالد نن ميوند ولسوالي ته دکوکنارو دکر دمخنيوي او له ځايي سپين ږيرو سره دخبرو لپاره هلته تللى وو پخپله والي روغ رمټ دى .