کور / تازه خبرونه / دبهرنيو ځواکونو په ضد لاريون وشو

دبهرنيو ځواکونو په ضد لاريون وشو

د خوست په صبريو ولسوالۍ كې د شته ښوونځيو سلګونو ښوونكو د يوه لاريون پرمهال ګواښ وكړ، چې كه بهرني ځواكونه د ديني مدرسو پلټنې ونه دروي، نو دوى به په سيمه كې ټول ښوونځي وتړي.


 دغه لاريون څوشپې له هغه وروسته وشو، چې بهرنيو ځواكونو د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو سيمې دينه مدرسه  وپلټله.


 د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو په نوم ښارګوټي كې راټولو سلګونو ښوونكو ليكلي شعارونه له ځانونو سره لېږدول او مرګ پر ايتلافيانو نارې يې وهلې.


د لاريونكوونكو ډېرى ګډونوالو پر امريكايي ځواكونو تور لګاوه، چې د صبريو ولسوالۍ ديني مدرسې يې پلټلي،  او پكې اسلامي مقدساتو ته يې سپكاوى كړى دى.


 ګډونوالو په يعقوبيو ښارګوټي كې له يو ساعت لاريون وروسته په يوه ليكلى پرېكړه ليك كې غوښتي وو، چې مدرسې دې نه پلټل كيږي، نيول شوي زندانيان دې خوشي شي او كه دا كارونه ونه شي، نو په نوي لمريز كال كې به د نوموړې سيمې ټول ښوونځي په يو وار وتړل شي.