کور / z_buitenland_news -- 5 / عراق: ځانمرګي او ډزو ۴۰ تنه زيارت کوونکي ووژل

عراق: ځانمرګي او ډزو ۴۰ تنه زيارت کوونکي ووژل

 په عراق کښې د ځانمرګي بريد او ډزو په پېښو کښې څلوېښت تنه زيارت کوونکي ووژل شول ، د خبري اژانسونو د خبرتيا تر مخه د حضرت امام حسين په څلويښتي په مراسمو کښې د ګډون لپاره کربلا ته تلونکو باندې د اسکندريه په سيمه کښې ځانمرګۍ بريد وشو ، د ترهه ګرۍ پدغه پېښه کښې څلوېښت تنه زيارت کوونکي وژل شوي او شل تنه ژوبل شوى دى ، په ژوبل کسانو کښې د ځينو کسانو حالت د پام وړ بلل کېږي ، تر دغې پېښې دمخه د بغداد په شاوخوا سيمو کښې پر زيارت کوونکو باندې د لاسي بمونه بريد وشو او ډزې ورباندې وشوې.