کور / z_buitenland_news -- 5 / ترکي ځواکو د عراق په شمال کښې ۷۹ کُردي ياغيان وژلي دي

ترکي ځواکو د عراق په شمال کښې ۷۹ کُردي ياغيان وژلي دي

 د ترکېې ځواکونو د عراق په شمالي برخه کښې نهه اوويا کرد ياغيان وژلي دي ، د خبري سرچينو تر مخه د نښتو په ترڅ کښې کرد ياغيانو د دوه ويشت ترکيې سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده ، د ترکېې د پوځي چارواکو د وينا تر مخه سهار محال ال آدميه په سيمه کښې د کرد ياغيانو په وړاندې هوايي عمليات وشو او د ياغيانو پناه ځايونه له منځه يووړل شول ،په هوائي بمبار کښې نهه پنځوس کرد ياغيان ووژل شول او په يوه بله نښته کښې شل نور کردان وژل شوى دى.