کور / z_buitenland_news -- 5 / عمران خان: تر 9 Nov وروسته ټول اقدامات غير قانوني دي

عمران خان: تر 9 Nov وروسته ټول اقدامات غير قانوني دي

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي چې پارليماني انتخابات غير آئيني وه خو د عدلېې د بحالۍ لپاره موجوده پارليمان ته موقع ورکول غواړي ، لاهور کښې مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا په ترڅ کښې عمران خان زياته کړه چې د دريم نومبر پس چې هر څومره اقدامات وشو هغه ټول غير قانوني دي ، د اوسني حکومت په ضد سمدستي غورځنګ پيل کولو اراده نه لرو ، د عدليې د بحالۍ او قاضيانو بېرته پر کار کولو لپاره اوسني پارليمان ته بشپړه وخت ورکوو.