کور / تازه خبرونه / زابل: د ځوانانو لپاره به اوونیزي علمي غونډي جوړېږي

زابل: د ځوانانو لپاره به اوونیزي علمي غونډي جوړېږي

نن د یکشنبي په ورځ د زابل د ځوانانو د ملي او ټولنیز ارګان په دفتر کي یو شمیر لیکوالانواو ادیبانو د زابلي ځوانانو د ښې اینده لرونکي لپاره غونډه وکړه او په یاده غونډه کي د دې پر سر خبري وشوې، چه څنګه وه کولاى سي د زابل ځوانان په ټولنه کي پرمختللى ژوندولري او په اینده کي خپل مشکلات په خپله حل اوفصل کړي اوهغوى د خپل حق غوښتنه په خپله وکړي.
په یاده غونډه کي لیکوال او شاعر حلیم شملزي، لیکوال او شاعر بشرمل ناصر، په زابل کي د اى او ام موسیسي مشر محمدرسول عزیز، ډاکټر عبدالله جاهد، روزي محمد زابلي، عبدالمقیم حلمي او عبدالله عابد ګډون کړى وو، غونډه چي د لیکوال او شاعر شیرمحمد ټکور تر مشري لاندي جوړه شوې وه ټولو ګډونوالو د یادي موضوع په اړه خپل نظرونه ورکړل، چي بالاخره په دې سره هم نظره شول چي د زابل د ځوانانولپاره به په هره اونۍ کي یوه علمي غونډه جوړوي اوپه هغه کي به یوکس د هغې اونۍ د غونډي د موضوع په اړه درې ساعته لیکچر ورکوي او د ګډونوالو پوښتنو ته به جوابونه وائي، چي دغه لړۍ به جاري ساتي او دابه د ځوانانو پر ژوند یو ښه اغیزه وکړي او په دې سره به د زابل د ځوانانو علمي سطحه جګه شي اوهغوى به یوه روښانه اینده ولري.