کور / تازه خبرونه / بې پیلوټه طیارو تر اوسه ۱۸۶۳ کسان وژلي دي

بې پیلوټه طیارو تر اوسه ۱۸۶۳ کسان وژلي دي

د متحد عربی اماراتو ( ګلف ټودې ) نومې انګریزي ژبې ورځپاڼه د خیبر پښتونخوا ایالت د چارواکو په حواله لیکی چی امریکایی بی پیلوټه طیارو په قبایلی سیمو کی د ۲۰۰۴ د جون د اتلسمی راهیسی په ۱۸۴ حملو کی ۱۸۶۳ کسان وژلي دي . راپور وایی چی سي آی اې خپلی دغه حملې خورا شدیدی او زیاتی کړي دي لکه څنګه چی صرف په روان کال کی یې په ۸۹ حملو کی ۷۴۹ انسانان وژلي دي حال دا چی تیر کال یې ۵۳ حملې کړي وې چی له امله یې ۷۰۹ کسان وژلي وو .
راپور زیاتوی چی په ۲۰۰۸ کی ۳۳ حملې او ۲۹۶ کسان او په ۲۰۰۷ کی ۴ حملې او ۷۴ کسان او په ۲۰۰۵ کی دوې حملې او ۷ کسان او په ۲۰۰۴ کی هم صرف یوه حمله او پنځه کسان وژل سوي وو .
راپور وایی چی په دغو ټولو تلفاتو کی زیات شمیر یې ملکی انسانان دي چی ښځي او کوچنیان هم پکښی شامل دي او ورځ په ورځ د قبایلو او پاکستانیانو خښم راپاروی .