کور / تازه خبرونه / پښتونخوا کښې د پوليسو نظام بيا په ليويز هغه بدليږي

پښتونخوا کښې د پوليسو نظام بيا په ليويز هغه بدليږي

لراوبر ــ پښتونخوا





پيپلز ګوند وايي چې حکومت رامنځته کولو سره به په بلوچستان ايالت کښې پوځي عمليات بند کړل شي او په پښتونخوا کښې به د پوليسو نظام بېرته په ليويز بدل کړل شي ،


د راپورونو تر مخه د بلوچستان څخه بريالي شوو د قامي او صوبائى اسمبلۍ د پيپلز ګوند غړو په اسلام آباد کښې د پيپلز ګوند د مرستيال مشر اصف على زرداري سره وکتل ، په ملاقات کښې د بلوچستان پر حالاتو خبرې اترې وشوې ، او د پښتونخوا د مسئلو په حقله مشورې وکړل شوې ، په دغه ليدنه کښې د بلوچستان د ولس سره شوي ظلم باندې پيپلز ګوند د ولس څخه بښنه وغوښته او په پښتونخوا کښې د روانو عملياتو د درولو د سياسي بنديانو آزادولو صوبائى خپلواکي او ليويز نظام بېرته فعاله کولو باندې اتفاق وشو.