کور / تازه خبرونه / ډېره بګټي:د ګيس پائپ په بم چاودنه کښې والوزول شو

ډېره بګټي:د ګيس پائپ په بم چاودنه کښې والوزول شو

 د بلوچستان په سيمه ډېره بګټي کښې د ګيس پائپ په بم چاودنه کښې والوزول شو ، او له امله يې د پيرکوه څخه سوئي فيلډ ته د ګيس رسيدل قطعه شو ، د پوليسو تر مخه نابلده کسانو د پير کوه په سيمه کښې د ګيس د پائپ لائن سره چاوديدونکو مواد ځاى په ځاۍ کړي وه چې د چاوديدلو له امله يې د ګيس پائپ له منځه تللۍ دى ، پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو سيمه په ولقه کښې اخستې ده.