کور / خبرتیا او پيغامونه / د ولسي جرګې د ټاکنو په هکله په برتانيا كي د افغانانو د مدني ټولنو پرېکړه ليک

د ولسي جرګې د ټاکنو په هکله په برتانيا كي د افغانانو د مدني ټولنو پرېکړه ليک

د لوى ، توانا او سپيڅلي خداى په نامه 


 
  تاريخ: ٥/١٢/٢٠١٠ ،١٤ د قوس ١٣٨٩ 


درنو او وطندوستو هيوادوالو!
د روان کال د سنبلې د مياشتې د ٢٧ نيټې د ولسي جرګې په ټاکنو كي چې بدبختانه د درغليو، فساد، معامله ګريو، پلان شويو توطيو او سازمان شويو بد امنيو او ګډوډيو څخه ډکې وي چې موثق شواهداو اسناد يې د محترمو نوماندانو ، امنيتي او کشفي اورګانونو، مدني ټولنو، خبرې رسنيو او د افغانستان د اتل او متدين ولس په لاس کې دي. او يو زيات شمير يي عدلي او قضايي اورګانونو ته د قانوني پلټنو او تعقيب په خاطر په اختيار کي ورکول شوي هم دي.
همدارنګه د ټاکنوپه اصطلاح  خپلواکه کميسيون د پايلو  اعلان وښودل چې يوازې په لوي شمير کې د زور او زر، دشومو ارادو او پلانونو ، او د غيري ملي افکارو او نظرياتو خاوندان چي د هيواد د ډيري غميزو عاملين هم ګڼل کيږې. نوې ولسي جرګې ته لار پيداکړي او پدي توګه نوې ولسي جرګه به د موجوده ولسي جرګې څخه غير مشروع ، غير شفافه، غير متوازنه ، غير موثره او ناقابله واوسي چې په نتيجه کې به د افغانستان موجوده ستونزي او بحران  لا زيات کړکيچن شي او ورسره به د افغانستان د اتل او غيور ولس باور په ولسواکۍ او نظام  چې پخوا هم کم وه نور هم د لاسه ورکړى . چي کيداي شي يو خطرناک سيا سي ناورين رامنځته ته شي  . 
چي بالاخره به ټولو هغه هلو ځلو او کوششونو ته چې په ملي او نړيواله کچه په افغانستان کې د ديموکراسۍ د تحقق او  ودى د پاره تر سره شوي او يا تر سره کيږي خداى مه کړه د ناکامۍ سره مخامخ شي. چي مسًوليت به يي په لمړيي سر کي د ټاکنود کميسونونو او په دوهم قد م کي د موجوده بي تفاوته چارواکو په غاړه وي .
نو لدې کبله په برتانيا کي مدني ټولنې چې په رېښتيني  ديموکراسۍ، شفافيت، عدالت او قانونيت باور لري و پتيله چې په يو اواز سره د نن  ورځې د  پرتميني غونډې په ترڅ کې خپل غږ او پيغام خپلو هيوادوالو، ولسمشر ، عدلي او قضا يي اورګانونو او نړيواله ټولنې ته د لاندې قانوني او اصولي غوښتنو او مطالبو په ډول  وړاندې کوي.
 
لمړى: مونږ د پورته يادو شوو او په لوي شمير کي نورو شواهد او اسنادو په بنسټ ،او د ټاکنو د ورځي څخه مخکي او ورسته د هيواد د حالاتو د رېښتيني انځور په نظر کي نيولو سره ، چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې په پراخه پيمانه درغلۍ ، فساد، معامله ګرۍ، دسيسي او د زور او زر د خاوندانو شومي لاس وهني وجود لرلې او همدارنګه د ټاکنوپه اصطلاح  خپلواک کميسيون د اساسي قانون 83 او 26 مادواو د انتخاباتو د قانون د 57 مادې نقض کړيدي.دا ټاکنې نا مشروع او باطلې ګڼو. او مرتکبين ېې د ملي خيانت په کچه مجرم ګڼو.
 
دوهم: مونږ د افغانستان د عدلي او قضائي اورګانونو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون او حکومت ټول هغه امرين، مسًولين ، مامورين، متهم کانديدان او مًوکلين چى د ټاکنو د پروسى په مختلفو پړاونو کې په درغليو، فساد اوسازمان شويو او غيري سازمان شويو جرمونو او ملي توطيو کې لاس درلوده. دنافذه قوانينو  مطابق محاکمه او مجازات کړي.
 
دريم: همدارنګه مونږ دهيواد د ولسمشر ، چي د وظيفي دمخي داساسي قانون حامي او ساتونکي دي، څخه کلکه غوښتنه کوو چي د هيواد د بقا ، سلامتيا ، سياسي ثبات، د عدالت د تامين او ځواني ولسواکۍ د تحقق او ودي، اود زوريديلي او کړيدلي ملت د مکررو غوښتنو او ارمانونو په خاطر د ټاکنوپه اصطلاح  خپلواک کميسيون او د ټاکنو د شکاياتو کميسون د قانون او نظام څخه ټولو مکررو خودسريو ، معامله ګريو، سرکشيو او بغاوتونو ته دپاي ټکي کيږدي او په خپلو مدبرانه، پريکنده او جرُتمندانه اجراتو سره د ټاکنو دملي پروسي په جريان کي د قانون څخه سرغړونکې ټول مجرمين، دسيسه کاران او ملي غداران د قانون منګولو ته وسپاري. ترڅو د عبرتناکي سزا په ليدلو سره هيڅوک په اينده کي دداسي ستر جرم او ملي خيانت جراًت ونکړې.
   
په اخر کې مونږ د هيواد د بقا ، ملي يوالي ، پياوړې مرکزيت ، سلامتيا ، ثبات، ملي واکمنۍ ، ځمکنۍ بشپړتيا ، د قانون د حاکميت، عدالت ، شفافيت ، ترقۍ، سوکالۍ او ځواني ولسواکۍ د تحقق او ودي په خاطر به  خپلي مبارزي او هلو ځلو  ته تر هغې پورې ادامه ورکړو ترڅو زمونږ د زوريدلي او کړيدلي ملت ريښتينى او پاک نماينده گان د قانوني او شفافو رايو له لارې ولسي جرګې ته لار ومومي. او په پايله کي د لوي خداي (ج) په مرسته او د افغان غازي ولس په ملاتړ ېوه ملي ، شفافه ، کاري ، مشروع ، مًوثره او د ګران هيواد افغانستان ملي ګټو ته وفاداره ولسي جرګه ولرو . چي افغانستان د روان کړکيچ او بحران څخه اوباسي. پاي.
په برتانيا كي د افغاني مدني ټولنو اتحاديه
 
Address: West Acton Community Centre
                Churchill Gardens, London W3 0JN
             United Kingdom.   .
د تليفون شمېرې او بريښناليک:
0044 (0)208 993 2129, (0) 208 993 8168
Mobiles: 0044(0)7950027362, 0044 (0)7944582146
Email: saruk@btconnect.com
Website: www.sarinuk.com