کور / z_buitenland_news -- 5 / مسلم ليګ(ن): مونږ د [ق ليګ] ملګري ته چمتو يو

مسلم ليګ(ن): مونږ د [ق ليګ] ملګري ته چمتو يو

 لراوبر ــ پښتوخوا





د پاکستان مسلم ليګ ( ن ) مخکښ جاوېد هاشمي وئيلي دي چې که چرته ( ق ) ليګ د عدليې د بحالۍ په غورځنګ کښې زمونږ ملګرتيا کوي نو مونږ دوى له ځان سره ملګري کولو ته چمتو يو ، ملتان کښې مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا په ترڅ کښې جاوېد هاشمي زياته کړې ده چې د پيپلز ګوند سره د روغې جوړې لړۍ ته دوام ورکوو او هيله من يو چې پيپلز ګوند به له مونږ سره د عدليې د بحالۍ په کار کښې همکاري وکړي ، نوموړي د ولس مشر پروېز مشرف څخه يو ځل بيا غوښتنه کړې ده چې استعفا شي ، جاوېد هاشمي زياته کړې ده چې کېدلې شي نواز شريف د لاهور څخه په حتمي انتخاباتو کښې ځان کانديد کړي.