کور / z_buitenland_news -- 5 / pk :د اسمبلۍ غړو پر چودريانو سختې نيوکې وکړې

pk :د اسمبلۍ غړو پر چودريانو سختې نيوکې وکړې

لراوبر ــ پښتونخوا





 د پاکستان مسلم ليګ ( ق ) مرکزي چارواکو او نوو ټاکل شوو غړو د ګوند پر مشرانو نا باوري څرګندولو سره د چودريانو څخه د استعفا غوښتنه وکړه ، مرکزي چارواکو او ټاکل شوو غړو ووئيل چې په انتخاباتو کښې په کروړونو کالدارې ولګول شوي خو د ګوند د خرابې تګلارې له امله مونږ له ماتې سره مخامخ شول ، د شخصي ټلويزون د راپورونو تر مخه د مسلم ليګ ( ق ) يوه مهم غړي د نوم نه ښودلو په شرط ووئيل چې د مسلم ليګ ( ق ) په غونډه کښې د اسمبلۍ غړو په خپلو ويناوو کښې پر چودريانو سختې نيوکې وکړې ،او دوى يې د ماتې زمه واران وبلل.