کور / z_buitenland_news -- 5 / قاضي حسين:د ١٩٩٩ دمخه آئين دي ژر تر ژره بحال شي

قاضي حسين:د ١٩٩٩ دمخه آئين دي ژر تر ژره بحال شي

لراوبر ــ پښتونخوا





د جماعت اسلامي امير قاضي حسين احمد وئيلي دي چې قاضيان او تر دولسم اکتوبر ١٩٩٩ دمخه آئين دي زر تر زره بحال شي ، په اسلام آباد کښې مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا په ترڅ کښې قاضي حسين احمد زياته کړې ده چې که چرته پروېز مشرف د جمهوريت سره لږ يوالۍ هم لري نو استعفا دي شي ، د جمهوري پاکستان لپاره د آئين بحاله کول لازم دي ، او عدالتونه بېرته په خپل حالت کښې بحاله کول پکار دي ، مونږ ټولو ته په ګډه د پارليمان د برلاسيتوب لپاره کار کول پکار دى ، د انتخابي پائيلو پس اوس دغه د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ( ن ) دنده جوړېږي چې د عدليې او آئين غم وخوري ، قاضي حسين احمد زياته کړې ده چې د نوي حکومت په رامنځته کولو کښې د امريکا لاس وهنه بايد ختم شي.