کور / تازه خبرونه / طالبان له نوي حکومت سره خبرو اترو ته چمتو شوي دي

طالبان له نوي حکومت سره خبرو اترو ته چمتو شوي دي

لراوبر ــ پښتوخوا






د پاکستان د طالبانو مشر بېت الله محسود وايي که چرته حکومت جګړې ته دوام ورکړ ، نو طالبان به هم د حکومت پر ضد عمليات جاري وساتي ، خو طالبان له نوي حکومت سره خبرو اترو ته چمتو شوي دي ،


 د ځايي طالبانو وياند مولوي عمر د ټليفون پر کرښه په پېښور کښې خبريالانو ته وئيلي دي چې بيت الله محسود په قبائيلي سيمو کښې د امن لپاره له نوي حکومت سره خبرې اترې کول غواړي ، طالبان د سياسي ګوندونو سره هېڅ دښمني نه لري ، پر سياسي ګوندونو ولس ددې لپاره باور کړي دۍ چې دغه ګوندونه به امن تامين کړي ، طالبان هيله لري چې نوى حکومت به د مشرف په شان تېروتنې ونه کړي.