درمندر، سني ديول او بابي ديول په کاميډي فلم کې
د هندۍ سينما قهرمن او جنګي هيرو درمندر د خپلو دوو زامنو سني دېول او بابي ديول سره يو ځل بيا په يوه فلم کې راڅرګنديږي.
درمندر تر دې وړاندې هم د خپلو دوو زامنو سره په (اپنې) فلم کې کار کړى و، چې ډېر تراجيدي او غمګين و.
خو د دې درو پهلوانانو نوى فلم کاميډي دى، چې (يملا پاګل ديوانه) نوميږي.
د فلم نوم د درمند د يوې زړې سندرې څخه اخيستل شوى چې د هند خوږ ږغي سندرغاړي محمدرفېع ويلې وه.
بابي ديول د نوموړي فلم په اړه وايي چې په دې فلم کې زه او پلار مې درمندر د فراډيانو او غلو رول لوبوو، موږ دواړه هوښياران يو او د خپلو چارو لپاره د سني دېول له زوره کار اخلو.
په فلم کې د درمندر او سني دېول پر مشهورو ډايلاګونو هم ټوکې شوي دي، بابي ديول وايي چې موږ درې سره په اصلي ژوند کې هم ملګرو غوندې يو، او د دې فلم جوړول ډېر خوندور و.
د بالي ووډ د سينما مشهور درې جټان درمندر، سني ديول او بابي دېول په افغانستان کې هم ډېر مينوال لري، خو دا به وروسته پته لګي چې ددوى ټوکې ټکالې او مسخرې هم د دوى د پهلوانيو او جګړو غوندې له هرکلي سره مخ کېږي که نه؟