اميتابچن په کندهار کې کار کوي
د هند تر ټولو غټ فلمي ستوري اميتابچن راتلونکى فلم (کندهار) نوميږي، چې د ده تر څنګ د مليالم ژبې سوپر سټار موهن لال هم پکښې کار کړى دى.
کندهار به د دسمبر پر شپاړسمه سينماګانو ته راشي، فلم په مليالم ژبه جوړ شوى خو د دې تر څنګ به په هندي او تاميل ژبو کې هم وړاندې شي.
د فلم شوټينګ په روسيه، د هند په ډهلي او اوټي کې ترسره شوى دى.
ويل کيږي چې د فلم کيسه د هغې هندۍ الوتکې په اړه ده چې د ۱۹۹۹ د ډسمبر پر ۲۴ مه له کټمنډو نه د ډهلي پر لور روانه وه، خو په الوتکو کې سپرو تښتونکو د کندهار پر لور وخوځوله او هلته يې کښېنوله.
د انډين ايرلاينز الوتکه د وسله والو له خوا چې ګومان کېږي د پاکستان مېشتي ډلې حرکت المجاهدين غړي و، په زوره وتښتول شوه.
وسله والو د الوتکې او سپرليو د خوشي کېدو په بدل کې د هند له زندانه د دوى د ډلې د دريو مشرانو مشتاق احمد زرګر، سعيد شېخ او مولانا مسعود اظهر ورخلاص کړل.
د مليالم ژبې سينما په هند دننه او بهر کې مينه وال لري، او د دې سينما د لوى ستورى موهن لال چې په کندهار کې مرکزي رول لوبوي د دې فلم برياليتوب واردمخه حتمي کړى دى.