د ماین خنثی کولو ۱۸ پرسونل وتښتول سول

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 9th, 2010


رویټر لیکی چی نامعلومو وسلوالو د ماین خنثی کولو ۱۸ کارمندان د خوست ولایت په موسی خیلو ولسوالي کی وتښتول . دغه ټیم د سیمی د مشرانو په بلنه د کابل څخه رارسېدلی و . د طالبانو ویاند ویلی دي چی هغوی موږ نه دي تښتولي .
خبر زیاتوی چی تیره اوونۍ هم په ننګرهار کی د ماین پاکولو څو پرسونل تښتول سوی وو خو وروسته بیرته خوشی سول .تر اوسه معلومه نه ده چی دغه ماین پاکان چا تښتولي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024