کور / خبرتیا او پيغامونه / د لراو بر لوستونکو ته زېرئ !

د لراو بر لوستونکو ته زېرئ !

د لراوبر ويبپاڼي درنو لوستونکو !


د لر او بر افغانستان ويبپاڼي د  پر پښتو ، پښتنو او پښتونولۍ مينو همکارانو له نه ستړي کېدونکو هلو ځلو ، زحمتونو او ستړياو په پايله کي په ډېره کمه موده ياني ( فقط ) پنځه مياشتي کښي د لر او بر پښتون وطن او نړۍ په ګوټ ګوټ کي مينه وال او لوستونکي پيدا کړل ، دغو مينه والو  زموږ سره د ويبپاڼي په پرمختګ او بډاينه کي مرسته او همکاري وکړه ، و يې ستايلو ، نظرونه يې راولېږل ، مشورې يې راکړې او په دې توګه يې هم  د لراوبر ويبپاڼي په پرمختګ کي ونډه واخسته  او هم يې ددې ويبپاڼي همکاران لا نور هم وهڅول  چي د ښه خدمت په وړاندي کولو سره شپه او ورځ په دې ويبپاڼه کي کار وکړي .


زه د لراوبر ويبپاڼي د يوه کارکوونکي په توګه په خپلو همکارانو او خپل دې بريالي کار باندي من من غوښه اخلم ځکه چي  لر او بر ډاټ کام  په ډېره کمه  موده کي له معنوي پلوه ډېر څه لاسته راوړي دي . زه له تاسو او خپلو ګرانو همکارانو د منني په کولو سره غواړم تاسو د لراوبر افغانستان پښتنو وروڼو ، خويندو او مشرانو ته د لراوبر ويبپاڼي د يوې نوي برخي د فعاله کېدو زيرئ درکړم ، دا برخه د ږغونو برخه ده ، چي سر له نن څخه به ستاسو د خوښي مطابق ږغونه په ډيره اساني پکښي اوريدل کېدای سئ .



 ددې لپاره په پاسنۍ ( لوړه ) مينو کي ( ږغونه ) کليک کړئ .


لکه د مخکي په شان بيا هم  ددې  ويبپاڼي په  اړه نيوکي ، وړانديزونه  او مشورې پر موږ ولوروئ ، څو لراوبر ويبپاڼه ورځ تر بلي ورځي لا پرمختګ وکړي او په ارزښتمنو او معلوماتي تازه موادو ښکلې سي .


سل کاله کېږي چي يو چا په بې شرمۍ شلولئ
                     ځم چي د لراوبر د غرونو پرهار وګنډمه
      ( بازمحمدعابد)