کور / تازه خبرونه / خوست:١٦ شکمن کسان وينول شول

خوست:١٦ شکمن کسان وينول شول

د يکشنبې په ورخ  خوست ولايت په بيلابيلو ولسواليوکې  دملي اردو ځواکونو  د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ١٦ کسان د دولت وسله والو  مخالفينو سره د تړاو په تور نيول دي
 په خوست ولايت کې د ميشتې ملي اردو د لومړی لوا قوماندان ډګروال محمداسرار وويل چې نوموړي کسان تيره ورځ د ملي پوځ ځواکونو لخوا د خوست ولايت په باک ،عليشيرو ولسواليو کې د عملياتو په پايله کې نيول شوي .
 ډګروال اسرار زياته کړه ګمان کوي په نوموړيو کسانو کې  داسي څوک  هم نيول شوي وي چې دوی له ډير وخته په نيولو پسي لاس پکار وو.
 ياد شوي کسان پداسي حال کې نيول کيږي چې تيره ورځ په  يعقوبيو ولسوالۍ کې د خپلسرو عملياتو په ضد د سيمې خلکو پراخ لاريون کړی وو .