کور / نوميالي / د غزني د لوى عارف حكيم سنايي د استاد خواجه اسمعيل شنيزي مزار

د غزني د لوى عارف حكيم سنايي د استاد خواجه اسمعيل شنيزي مزار

افغانستان د ډېرو باوري اسنادو، مداركو او شواهدو په استناد له مدنيت څخه د ډك لرغوني او وياړن تاريخ خاوند دى چې د هغې په اوږدو كې يې د علم،پوهې،حكمت،فلسفې،سياست، ادب او هنر په ډګرونو كې د فارابي، ابن سيناى بلخي، البيروني، خوشال خان، خواجه عبد الله انصاري، حكيم سنايي، رحمن بابا، مولانا جلال الدين بلخي، جامي، پير روښان،بهزاد او حميد مومند په شان په سلګونو نوموتي پوهان، حكيمان، عارفان، شاعران او هنرمندان روزلي  چې افكارو او اثارو يې  د نړۍ د تمدن او فرهنګ د لويې ودانۍ په  جوړولو كې پوره ونډه اخيستې ده.
يو له دې اتلانو څخه چې پر نامه به يې تل وياړو، د هېواد  نامتو فلسفي شاعر، حكيم ابوالمجد مجدود بن ادم سنايي غزنوي دى چې اوس يې له مړينې څخه 933 كاله تېرېږي. د دغه ستر شاعر او عارف د لمانځنې وروستى ستر سيمينار له نن څخه 33 كاله مخكې په كابل كې جوړ شوى و. په دې علمي مجلس كې د نړۍ د ديارلسو هېوادونو پوهانو او سنايي پېژندونكو برخه اخيستې وه چې ټولو د حكيم سنايي په ژوند او اثارو علمي مقالې ولوستې.
څه باندې لس پېړۍ پېړۍ مخكې حكيم سنايي د هېواد د پوهې، حكمت ادب او فلسفي په هسك كې د يوه ځلانده ستوري په شان وځليده چې دا دى د خير او فيض پلوشي يې د كلياتو، حديقي، سيرالعباد الى المعياد طريق التحقيق، كارنامه بلخ، عشق نامه، عقل نامه او بهرام او بهروز په پاڼو كې موږ ته پاتې شوي دي.
حكيم سنايي لكه څرنګه  چې وروسته په خپله ښوونكى شو او د ډېرو نورو كسانو له پاره يې د پوهې او حكمت د يوه مركز او منبع حيثت غوره كړ، د مخه د علم او پوهې يو زده كوونكى و چې خپله يې هم په دې واقعيت په پوره صراحت اعتراف كړى دى.
يو له هغو كسانو څخه چې حكيم سنايي يې پر شاګرد توب  وياړي او خپل هر څه د ده د بركته بولي، خواجه اسمعيل شنيزى دى چې د غزني د لوى حكيم په ديوان كې په يوه اووه بيتيزه غزله كې په ډېر درنښت او درناوي ياد شوى دى.
د غزني د لوى حكيم ابوالمجد مجدود بن ادم سنايي دا  يو غزل داسې دى:
علم و عمل خواجه اسمعيل شنيزى
ما راز نه چيزى برسانيد به چيزى
ما كبك درى بوده گريزنده زكبكى
او كرده دل ما چو دل باز گريزى
در كارگه و بارگه حكم و فنا يافت
جان ودل  از دواسماعيل عزيزى
دين تازه شد از صدق اسماعيل پيمبر
جان تازه شد از دين اسماعيل شنيزى
چونان كه سنايي را او قدر شناسد
اى بخت بدو گوى تو با بخت قوى زى
د دې غزلې پيل( علم وعمل خواجه اسماعيل شيزى) څرګندوي چې حكيم سنايي د خواجه اسمعيل شنيزى څخه علم او عمل دواړه زده كړې وو. په بله ژبه د حكيم د ظاهري او باطني علومو استاد  نوموړي خواجه و. دا  واقعيت څرګندوي چې خواجه اسمعيل د پنځمې هجري پېړې په پاى او د شپږمې هجري پېړۍ په پيل كې د هېواد يو لوى عالم اوعارف و چې علاقه مندانو او شاګردانو به ترې علمي او عرفاني استفادې  او استفاضى كولې. له بده مرغه چې د اسمعيل په باب د معلوماتو منابع زموږ  د نورو ګڼ شمېر تاريخي او فرهنګي مواريثو په شان تتې دي او يوازې د غزني د لوى حكيم دا يوه غزله ده چې د محتوياتو له مخې يې د خواجه لوړ علمي اوعرفاني مقام څرګندېږي.
خواجه څوك و؟ څه و؟ د كوم ځآى و؟ او څه يې وكړل؟ دا هغه پوښتنې دې چې بايد د پوره او باوري اسنادو او مداركو له  ترلاسه كولو  وروسته پرې حكم وشي. تر اوسه پورې په هيڅ يوه تذكره كې د خواجه اسمعيل په باب څه نه دي ليكل شوي. ښايي چې خواجه به داسې  يوعالم،  عارف او درویش و چې د غزني يا شنيز د سيمې څخه نه دى وتلى او د شهرت په لټه كې نه و. د خواجه د شخصيت او پوهې په هلكه  هم د غزنوي حكيم تر پورتنۍ وينا پرته څه نه لرو؛ خو هغه څه چې اوس- اوس پرې خبرې كولى شو، د اسمعيل په نامه كې د خواجه لقب او د شنيزي مكاني نسبتى نوم دى.
د شنيزي نسبتى مكانى نوم  وايي چې دى د غزني په مربوطاتو كې د شنيز د درې اوسيدونكى و. دا دره اوس هم د غزني او سيد اباد  ترمنځ په همدې نامه يوه شنه سيمه ده چې وردګ پري ميشت دي او ښآيي همدا سبب به وي  چې ( د افغانستان نوميالى) كتاب فاضل ليكوال ارواښاد استاد  بېنوا  خواجه  اسماعيل شنيزى د خپل وخت لوى روحاني عالم اوپه خټه وردګ بولي.( )
د خواجه مزار هم د همدې درې جنوب ختيځې خوا ته د وردګو د تنګي په (اميرښاره) كې موقعيت لري. هغه سيمه چې د خواجه مزار پكې پروت دى، د اوسني شنيز په ساحه كې نه راځي او د څو كيلو واټن يې ترمنځ شته؛ خو دا چې د ده د مزار تر څنګ د ده د نورو خپلوانو(لكه خواجه سيف الدين چې خلك يې د ده تره بولي) قبرونه هم شته؛ نو ښكاري چې دا به د دوى پلرنى هديره وي او د دې له مخې په اټكلي توګه ويلى شو چې د ده د ژوند په وخت كې به د شنيز ساحه پراخه وه او دا د (امير ښاره) كلى به هم د شنيز په دره  كې راته . د تاريخي شواهدو له مخې هغه وخت د غزني نوم هم په ډېره لويه سيمه اطلاق كېده؛ خواوس يې سيمه كوچنۍ شوې ده لكه چې همدا اوس هم ځينې كسان شته چې ځينې هغه كلي چې د درې له منځنيو برخو او د سيند څخه لږ ليرې پراته دي د درې نه بولي؛ خو په حقيقت كې د شنيز په دره  پورې مربوط كلى او د شنيز په جغرافيايي ساحه كې پراته دي لكه: سركول، سيرك، بلنكاش او ابدره يا هغه كلي چې د ګوربت د نامتو غرونو په جنوبي خوا كې پراته دي د شنيز د مربوطاتو څخه نه ګڼي  په داسې حال كې چې د سيمې سپين ږيرى نوموړي كلي په شنيز پورې مربوط بولي لكه:
د دې له پاره چې موږ د خواجه اسمعيل د مزار په موقعيت ښه پوه شو، لومړى به د شنيز او تنګي د درو موقعيت او كلي و څېړو او بيا به د نوموړي مزار په هكله ځنې خبرې وړاندې كړو.

شنيز دره د خروار (ختيځ)، سجاوند يا سګاوند(شمال ختيځ)، وتسيا(هفت اسيا)( جنوب)، انخى( لويديځ)، جغتو(جنوب لويديځ) او سيد اباد( شمال) تر مينځ موقعيت لري او دا لاندې كلي په كې حساب دي: اوتړي، ډنډوكي، سلطان خيل، چهاردهي، پټان خيل، باغك، حسن خيل، يوسف خيل، خواجه ګان، لړم، اكه خيل، ښادي خيل، خواجه پاچاخيل، پتنك، سالار، بهادرخيل، سدوخيل، برات خيل، تره خيل، تودې چينې، كمكى ودره( ابدره) ستره ودره،سيرك، سركول، بلنكاش او ځينې نور چې ټول په اداري تشكيل كې د سيد اباد په ولسوالۍ پورې تړلي دي.
د تنګي دره د سجاوند(جنوب)، لوګر(شمال)، شيخ اباد او سيد اباد ( لويديځ) تر مينځ موقعيت لري چې ټول كلي يې( ګلي خيل، دولت خيل، سپين ورسك، دواب، ګلاب خيل، حسن خيل، تيمور خيل، علم خيل، زموچ، بابوخيل، امير ښاره، موسك خيل، تګاو، شاه ګل خيل او …) د سيد اباد د ولسوالۍ په اداري تشكيل پورې اړه لري.
همدا راز د اسمعيل شنيزي په نامه كې د (خواجه) لقب په اړه بايد ووايو چې په شنيز او تنګي كې اوس هم د خواجه ګانو په نامه څوكلي شته چې اوسېدونكي يې ځانونه په وردګو كې (خواجه ګان) بولي.
د خواجه اسمعيل شنيزي مزار د تنګي د امير ښاره د كلي په شمال ختيځه برخه كې د يوه لوى بڼ په مينځ كې پروت دى چې په كال 1338 هـ ش كې يوه لويه كوټه هم پرې ودانه شوې ده. د سيمې د خلكو د وينا له مخې د خواجه قبر له پخوا څخه يوه زېړه ګنبده درلوده چې په كال 1337 كې ونړېده او بيا خلكو دا اوسنۍ كوټه پرې جوړه كړه. اوسنۍ كوټه نه نيم متره اوږده، اوه نيم متره پلنه (سور) او درې متره جګه ده چې يوه ارته او ښكلې ګنبده لري. د خواجه قبر د دې كوټې په مينځ كې د زمكې له سطحې څخه لومړى په خټو جوړ شوى؛ خو تر دريو دندانو وروسته د مرمرو ډبرين توږل شوى قبر پرې اېښودل شوى دى. د قبر د پښو خوا ته د قبلې په لور(د كوټې جنوب ختيځه خوا) يو بل كوچنى قبر هم شته چې د خلكو د وينا له مخې د كنړ په ساداتو پورې اړه لري. همدا راز د مزار په خاورينه محوطه كې څو نور قبرونه هم شته چې يو يې د خواجه يوسف بابا په نامه مشهور دى چې خلك يې د خواجه شنيزي شاطر بولي.
د خواجه قبر ډېر لرغونى ډبرليك نه لري. د قبر په موجوده ډبرليكونو كې سنه1072 هـ ق په زغرده لوستل كيداى شي. د دې ډبر ليك محتويات داسې لوستل كېږي:
د سر خوا ته : ( هذا مرقد منور قطب المحققين… السالكين والعارفين خواجه اسماعيل شنيزى)
د پښو خوا ته:
علم و عمل خواجه اسماعيل شنيزي
 ما را برسانيد زناچيزبچيزى
 بامر ريس غلام على و سبزعلى خان ريس حيدر محمد تګابي( )
فى التاريخ رابع العشر ربيع الثانى فى يوم الاربع سنه (۱۰۷۲)
او د قبر د شا او خوا په سپينه ډبره باندې اية الكرسي شريف كښل شوې ده. همدا راز د خواجه د مزار د ننوتلو د وره د پاسه يو ډبرليك نصب شوى چې بسم الله الرحمن الرحيم، طيبه كلمه، درې كرښې قراني مبارك ايات او د حكيم سنايي پورتنى بيت پرې كېندل شوى د ى:
( علم و عمل خواجه اسماعيل شنيزى      ما را زنچيزى برسانيد بچيزى)
په دې سر بېره د مزار نه بهر د ودانۍ په شمال لويديځ كونج كې يو لوى ډبرين طبق (لويه كاسه) شته چې پر څنډو يې ليكنې شوي دي. له بده مرغه د دې ليكنو ډېره برخه ړنګه شوې او له مينځه تللې ده. صرف په يوه برخه كې يې دا عبارت لوستل كېداى شي: (سنه ۱۰۷۰ بود كه اين طبق حضرت خواجه اسماعيل عليه الرحمة والغفران ساخته شد.)
نور نو په مزار كې اسناد او مدارك نه مومو، د سيمې خلك هم حضرت خواجه د يوه لوى روحاني شخصيت او د سنايي صاحب د استاد او لارښود په توګه پېژني. د سيمې، ولايت او د ګران هېواد د نورو ډبرو سيمو خلك د خواجه اسمعيل بابا زيارت ته خاص عقيدت لري او پر ليدو يې خپلې سترګې روڼوي. د سيمې په خلكو كې د خواجه د كراماتو په هكله ډېرې كيسې او روياتونه موجود دي او د سيمې يو منځنى ښوونځى هم د ده په نامه نومول شوى دى.
دا و دهېواد د لوى شاعر حكيم سنايي د پير او استاد خواجه اسمعيل شنيزي د مزار په هكله لومړني معلومات چې دلته د راتلونكو څېړنود پېلامې په توګه وړاندې شول. ډېره هيله شته چې يوه روځ په خپلو نورو ملي او فرهنګي مواريثو د روښانتيا په لړ كې د خواجه اسمعيل شينزي د ژوند، تعليم، تدريس او اثارو په برخه كې سم ډېر څه ولرو.
وروستي معلومات ښيي چې له نيكه مرغه چې د خواجه اسمعيل بابا قبر، هديره، كوټه او ګنبده اوس هم روغ دي او د تېرو دېرشو كلنو جګړو په ترڅ كې نه دي وران شوي.