کور / خبرتیا او پيغامونه / د ښووني او روزني د پرمختګ او … درې ورځنی سمينار

د ښووني او روزني د پرمختګ او … درې ورځنی سمينار

دپوهنې درياست دمنسوبينودښوونې اودروزنې دكيفيت دپرمختګ اودمنسوبينودكاري ظرفيت دلوړاوي درې ورځني سمينار چې دميدان وردګو والي عبدالجبار نعيمي په ځانګړې پاملرنې اونوښت په ميدان وردګوكې ترسره كيږي :



     دافغانستان داسلامي جمهوريت دپوهني دوزارت قدرمن مرستيال، دولايتي شوراء درنو غړو- دادارو رئيسانو، علماء كرامو، مشرانو اودپوهني ډيرو درنومعززواودقدروړاستادانو!


اســــــــــــلام عليـــــــــــــــكم ورحــــــــمته الله وبــــركاة !



ډير خوشحاله يم چې نن پدي پرتمينه اودرنه غونډه كي ګډون اودتاسو سر ه له نژدى ليده كاته كوم. 



     دازماء اوسنى نه – بلكه زماء پخوانى ارزووه چه يوځل مونژ اوتاسو سره كښينو- غونډه جوړه كړو اوپدى باندى بحث اومذاكره وكړو چه څنګه پوهنى ته وده وركړو اوڅنګه وكولاى شو چه راولاړى شويو ستونزوته دپاى ټكي كيږدو. 



الحمدُ لله – دخداى شكر اداء كوم چه نن زماء هيله ترسره اودتاسو سره له نژدى وينم. 



     ګرانو حاضرينو اودقدروړ استادانـــــو!



دقران مجيد لومړني مبارك ايتونه چه نازل شول اوحضرت جبرائيل عليه السلام دالله جل جلالهُ دمبارك كلام په واسطه دحضرت محمد صلى الله عيله وسلم درسالت اعلام وفرمايه اودغه فرمان پدى ډول شروع شوچـــــــــــه :


     ترجــــــــــــمه:


((يعني ولوله دخپل رب په نامه چه ټول مخلوقات ئي پيداء كړل . چه البته پدى مباركو ايتونوكې دلوستنې – پوهنې اوقلم ديادونې صراحت په عمل راغلي اواسلام نارينه اوښځينه ؤوته دعلم دزده كړې امركوى))



      حضرت محمد صلى الله وعليه وسلم دعلم دتحصيل په باره كې فرمائې(( دعلم غوښتنه وكړى كه څه هم په چين كې وي . 



      ګرانو حـــــــــــضارو!



علم اوپوهه هغه څه ده چه انسان ته ددنيااواخرت ګټې په برخه كوى .


زمونژ اوتاسو وران ويجاړهيواد چه دتمدن اوپرمختګ له كاروانه ډيرزيات وروسته پاته دى اوهيواد وال موله راز رازستونزواوكړاوونوسره لاس اوګريوان دى .


ددى مشكلاتواوكړاوونو دخلاصون لاره دعلم اوپوهې دحاصلولو په نتيجه كې لاس ته راځې – ځكه چه يواځې علم اوپوهـــــــه كولاې چه انسان ته دنيكمرغې ،سعادت اوبرياليتوب لارې ورپه ګوته كړي –


علم اوپوهه ده چه انسان دښواخلاقو،شخصيت اومعنوې وقار اوعزت ته وده وركوې – اوانسان دتورو تياروڅخه دروشنايې لورته راكاږې- اودترقې اوپرمختګ دكاروان سره مويوځاى كوې .


كه دپوهنې برخه دپنځه كاله پخواء سره مقايسه كړو- واقعاً ددولت اودپوهنې وزارت دپرمختيائې پلانونو دتطبيق په برخه كې زيات برياليتوبونه لاس ته راغلې دى .


نن ورځ دپنځه نيم ميليونه په شاوخواء كې نجونې اوهلكان په ښوونځيوكې ليك او لوست ترسره كوى – دهيواد په كچه داستادانو شميره (7) مرتبې لوړه شوى – تراوسه پوري د (3500) په شاوخواء كې دښوونځيو ودانى نوې جوړې دى . 



    ديادونې وړبولم چه زمونږ دزياتو هلوځلو اوتلاشونو اوهمداء راز دمركزې دولت – دپوهنې محترم وزارت اودملې اوبين المللى موسسوپه مرسته ددې ولايت دپوهنې په برخه كې دپام وړ پرمختګونه منځ ته راغلي دى په تيرو دريوكلونوكې د (۶۶) بابه ښوونځيو ودانې نوى جوړې  شوي دى – دپوهنې درياست ودانې تركارلاندې ده – په ميدان ښاركې يوه دينې مدرسه افتتاح شوه-


دتركي د (PRT) په مرسته دزراعت ليسه په عصرى ډول جوړه شوه- دارالمعلمين افتتاح شو- دشاګردانو دسالمې تفريح په خاطر يومجهز سپورت كمپلكس نوې جوړشو-په راتلونكې كال كې به يوه مجهزه مسلكې اوتخنيكې ليسه هم جوړه شې .


اودمعلمينو دكارى ظرفيتونو دلوړوالي په خاطر زيات وركشاپونه اوسيمينارونه جوړشوې دى _


په لنډه توګه بايد ووايم چه پدې لاركې د دريو كلونو په ترڅ كې د نه ميليونه پنځه سوه څلوراتياء زره څلورسوه اوه څلويشت (9584447) ميلونه ډالره په مصرف رسيدلې دې .


    همداء راز مونژ دپوهنې په برخه كې ددوو (2) راتلونكو كلونو انكشافې پلان جوړكړيدى . په دي پلان كې دولسواليو دپوهنې مديريتونه – دښوونځيو ودانى – داستاذانو لپاره دروزنيزو اودهغوې د كاري ظرفيتونو دولوړوالې په خاطر دكورسونو اووركشاپونو جوړول شامل دى . 



ددي برياليتوبونو سره سره موژ اوتاسو لا اوږ ده لاره په مخ كې لرو. 



مګر ددغوټولو ستونزو اومشكلاتو ته دپاى ټكې ايښودل دتاسو درنو اودقدروړ استادانو زياتې مرستې اوهمكاريوته اړتياء ليدل كيږې 



څرګنده ده استاذ يامعلم دمعنوې پلار حيثيت لرى ،داستاذانو اومعلمينو درناوى اواحترام په مونږ اوتاسو ضروري اولازمي ده . 



پوهيږم چه تاسو قدرمن استاذان سره لدې چه دزياتو ستونزو اومشكلاتو سره مخامخ ياست خوبياهم دتاسو هلې ځلى  اوتكاليف دقدر وړ دى .اوزه دتاسو ددغو تلاشونو اومرستو څخه مننه كوم . 



دتاسو استاذانو دهڅو زيار اوهاند نتيجه ده چه د (267) بابه ښوونځيو دروازې د زده كوونكو پرمخ خلاصې دي – چه پدې ښوونځيو كې د (127) زره په شاوخواء كې زده كوونكي دتاسو ترروزنې لاندى نيول كيږي . 



واقعاً چه دميدان وردګو ولايت زده كوونكې ډيرزحمت كښه اوبااستعداده دى  – دازده كوونكي دهرراز مشكلاتو په زغملو سره بياهم خپل ليك اولوست ته دوام وركوي اوپه خپلو درسونوكې زيات كوښښ كوې چه هركال زيات شمير زده كوونكي دلوړو تحصيلاتو ددوام په خاطر دكانكور له ليارى مختلفو پوهنځيوته بريالي اوشامل كيږي .
 


        ديادونې وړبولم چه سره لدې ټولو برياؤو لاتراوسه ستونزى اومشكلات هم لرو- چه تاسودرنو اوقدرمنو استاذانو توجه لاندې ټكيو ته جلبوم . 



ديوه قوى نظم اودسپلين منځ ته راوړل اودمتقابل احترام دروحيې پياوړتيا- ترڅودوطن اولاد په سالمه توګه تر تربيې اوروزنې لاندى ونيول شي-اوپه راتلونكي كې هم خپل فاميل اوخپل اولاد اوخپل وطن اوولس ته درغنده خدمتونو مصدر وګرځي.
     دښوونكو اوزده كوونكو دحاضرې كنترول


اكثراً ليدل كيږې ځينې استادان اوزده كوونكي چندان دخپلو حاضري خيال نه ساتې ډيره ضروري ده چه استادان او زده كوونكي خپلې حاضرې ته پابند وي ترڅو دزده كوونكو وخت بيځايه ضايع نشې ځكه ددوامدارې غيرحاضرۍ په ترڅ كې ددوي دلچسپي دليك لوست سره كميږي اودزده كوونكو توجه بلې خواته جلبيږي . 



داستادانو اوزده كوونكو دظرفيتونو اوتعليمى سويې لپاره بايد ډير زيات دوامداره كارترسره شي پدې لاره كې دزده كوونكو ترمخ د سالمې سيالۍ اورقابت پروسه ګړندۍ شي .
دسير علمي پروګرامونه په لار واچول شي اوپدې لاركې ځانګړي پروګرامونه پلي اوتطبيق شي . 



ځينې وخت ليدل كيږې چه د زده كوونكولپاره د (WFP) اويونسف لخواء درسې مواد – كتابچۍ – قلمونه اوخوراكي مواد توزيع كيږي- مګر ددې موادو په توزيع كې څنګه چه لازمه ده عدالت نه تامينيږي – هيله لرم چه داسې كومكي او امدادي مواد ديوه ځانګړي اوباصلاحيته هيئت په محضر كې په شفاف ډول توزيع شي ترڅو دزده كوونكو دشكايت دمخنيوي سبب وګرځي اوعدالت تامين شې .
 


دپوهنې اوتعليم په څنګ كې دزده كوونكو تربيوي – اخلاقي اودوطن سره دمحبت اړخ ته توجه ډيره ضروي ده –
 


      استاذان بايد حد اقل يوه اندازه وخت دي كارته وقف كړي اودوي ته دښواونيكو اخلاقو – دوطن سره دمينې اومحبت – دميندو – پلرونو – علماء كرامو اومشرانو داحترام درس وركړي – اودبدو اونارواء كارونو – اخلاقې فساد اودنشه ئې توكيو دمخنيوي په خاطر ځانګړي تدابيرتر لاس لاندې ونيول شي- اودوي همېشه دجدي څارنې اومراقبت لاندې ونيول شي- اوديوه سالم -باديانته ، صادق ، بااخلاقه باكركتره وطنپال اوخدمتګار انسان په توګه يې ټولنې ته وړاندې كړي ترڅو خپل ځان – خپل فاميل خپل وطن اوخپل درديدلي ولس ته په اينده كي درغنده اومثبتو خدمتونو مصدر وګرځې .


كله ناكله ليدل كيږي چه دوطن دشمنان زيات تلاش كوي چه زده كوونكي اوتنكي ځوانان ددرس اوتعليم څخه منع اوددوي څخه ناوړه استفاده وكړي .
     ګورئ داډير خطرناك حالت دي – دشمن نه غواړي چه داهلكان اوځوانان علم اوسواد زده كړي اونه غواړي چه وطن اوولس مواباد وي – 



پداسي حالاتو كې دتاسو درنو استاذانو ديني وجيبه ده چه پرينژدې چه دامعصوم اوبې ګناه ماشومان چه پلرونه يې درس اوتعليم ته هڅوي اوښوونڅيو ته ئي استوي په داسى نارواء اعمالو لاس پورې كړي – په هيڅ صورت كې داسې كسانو ته موقع مه وركوي . مه پريږدي چه دشمن پدى لاركې كاروكړى . 



        دښوونځيو ساتل اوحفاظت هم زمونږ اوتاسو دنده ده- پدى لاركې به په ګډه مرسته اوهمكارى كوو اودخپلو ښوونځيو دروازې به دزده كوونكو په مخ خلاصې ساتو- 



اګر چه زما خبرى زياتې دې مګر وخت كم دى دتاسو زيات وخت نه نيسم . 



          داچه نن درى ورځنې سيمينار شروع شويدى دايوډير مفيد اوګټورسيميناردى ددې سيمينار نه بايد پوره ګټه اوچته شې په اخركې دپوهنې دوزارت دمحترم وزير اونورو مسؤلينو چه ددي سيمينار په جوړولو كې ئي مونږ سره مرسته كړېده مننه اوقدر داني كوم په درنښت.


ومن الله توفـــــــــــيق