کور / راپور / کندهار: د پوليسو د محکمې جريان په ږغ کي

کندهار: د پوليسو د محکمې جريان په ږغ کي















 …
 …
 ….






درې سره سزا سوي پوليس دملي پوليسو په ليکو کې له فارياب او سر پول ولايتونو څخه راغلي دي . په دوى کې يو يويشت کلن جان محمداو دوه ويشت کلن عبدالصمد په خپل جرم اعتراف وکړ خو دېرش کلن اسدالله دا نه مني چې له اته څلوېښت کلن کس سره يې جبري لواتت کړى دى ،


نن دکندهار په امنيه قوماندانۍ کې په عالني محاکمه کې دغو دروواړو پوليس سرتېرو ته لس ، لس کاله دبند جزا ور واورول سوه . دپوليسو دغه درې سرتېري چې دفارياب او سري پول اوسېدونکي دي يو له يوه کاله راهيسي او دوه نور له تېرو دوو مياشتو راپه دېخوا په کندهار کې دنده ترسره کوي . په غونډه کې دکندهار نظامي قاضي جنرال محمديوسف لومړى دتورنو کسانو دوسيه واورېده او وروسته يې خپل آمر صادر کړ هغه وويل :


تاسو هريو اسدالله دعبدالستار زوى ، جان محمد دخان محمد زوى ، او عبدالصمد داحمد زوى چې دملي پوليسو په جامه کې مو په ډنډ ولسوالي کې دنده ترسره کوله دلواتت په جرم پنځه پنځه کاله او دوسلې څخه په ناوړه ګټه اخيستنه هم په پنځه پنځه کاله بند محکوم سوات .


دغو کسانو پوره يوه مياشت وړاندي دکندهار په ډنډ ولسوالي کې دهرات له اوسېدونکو يوه نهه کلن ماشوم او دهغه له اته څلوېښت کلن پلار سره جبري لواتت کړى وو .


دعالني محاکمې ميدان ته راغونډ شويو لسګونو پوليس افسرانو او ځينو نوروحکومتي چارواکو سره سره دپېښي ښکار دهرات اوسېدونکى ماشوم او دهغه اته څلوېښت کلن پلار هم حاضر وو .


که څه هم دا په کندهار کې دپوليسو لومړنۍ عالني محاکمه وه چې درې پوليس يې په لس لس کاله جرم محکوم کړل خو دکندهار ګڼو اوسېدونکو له يوې خوا ددغه کار ستاينه وکړه او له بله لوري يې ددغو کسانو دجزا دډېرېدو هيله وکړه .