کور / تازه خبرونه / کجکی: له ۴ ورځو راپدېخوا سختي نښتي رواني دي

کجکی: له ۴ ورځو راپدېخوا سختي نښتي رواني دي

۲۰۰۸-فبروري-۲۵


د هلمند ولايت په كجكي ولسوالۍ كي له څلورو ورځو را په دې خوا د وسله والو طالبانو او ائتلافي ځواكونو تر منځ سختي نښتي رواني دي .


نړيوال ځواكونه وايې چي د كجكي ولسوالۍ ټولي سيمي يې كلابندي كړي او ګڼ شمير وسله وال طالبان يې وژلي دي .


نړيوال ځواكونه وايې چي  په دغو عملياتو كي ددوئ د سرتيرو پر ويوه موټر هم ماين چاودلى چي يو سرتيري يې ورټپي كړى دى .


وسله  وال طالبان  په سيمه كي د جګړې د پخلي تر څنګ د خپلو ملګرو وژل كېدل نه مني .



ددوشنبې ورځ څلورمه ده چي د هلمند ولايت  په كجكي ولسوالۍ كي  د ائتلافي ځواكونو او وسله والو طالبانو تر منځ خورا درنې نښې رواني دي .


نړيوال ځواكونه وايې چي دغه عمليات يې په كجكي ولسوالۍ كي  د طالبانو د له منځه وړلو او د كجكي د برېښنا د بند د جوړولو چي نژدې دوه ميلونه وګړي به ګټه ځيني واخلي او د كار زمينه به ورته برابره سي په موخه پيل كړي دي .


په هلمند كي د نړيوالو ځواكونو وياند سايمن ميلر وايې چي د كجكي ولسوالۍ ټولي سيمي يې كلابندي كړي او ګن شمير وسله وال طالبان يې وژلي دي .


ميلر مني چي په روانو عملياتو كي ددوئ پر يوه موټر د ماين چاودنه هم سوې چي يو سرتيرى يې پكي ټپي سوى دى .


سيمه ايز خلك  هم وايې چي نړيوالو ځواكونو د كجكي ټولي سيمي كلابندي كړي دي او دواړه لوري يو پر بل درنې او سپكي وسلې كاروي ، چي ددوئ ژوند يې له ويري سره مخامخ كړى دى .


وسله وال طالبان  په كجكي ولسوالۍ كي ددوئ  او نړيوالو ځواكونو تر منځ د جګړې د پخلي تر څنګ د خپلو ملګرو وژل كېدل نه مني .


د يوه بل خبر له مخي د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال په موسى كلا ولسوالۍ كي د طالبانو سره د نښتې پر مهال د دريو مخاليفينو د وژل كېدو خبر وركړى دى .


خو وسله والو طالبانو د حكومت دغه ادعا نه ده منلې .