کور / علمي / دا نړۍ څنګه را مينځ ته شوې ؟ ( لومړۍ برخه)

دا نړۍ څنګه را مينځ ته شوې ؟ ( لومړۍ برخه)

 

د اروپا په ستر هستوي لابراتوار كې  د پيړۍ تر ټولو ستر هستوي ماموريت د بريالى پيل په وياړ

له ډيرو پخوا زمانو څخه  پوهان  د دې پوښتني  په هكله سوچ كوي چې دانړۍ له څه او څنګه  را مينځ ته شوې ؟ ارسطو اوديونان پخواني پوهانو داسې انګيرله چې نړۍ له څلورو بنسټيزه توكويعنى اوبو ، اور ، خاورې او هوا څخه جوړه شوي ده .  له دې نظر يې څخه څوسوه كاله وروسته پوهان د ځينو تجربو په  ليدلو او پوهيدلو سره  په دې نظر شول چې دا څلور توكي د دې نړۍ بنسټيز جوړونكي نه دي . كلونه وروسته په 1800 زيږديز كال كې يوه بريتانوي فزيكپوه جان دالتن John Dalton) ) داتوم ( نه ماتيدونكى بڅركى ) په كشف سره داسي پتيله چې ده د نړۍ د جوړښت بنسټيز بڅركى تعريف كړى ده . خو د 1900 سليزې په پيل كې پوهان په دې بريالي شول چې اتوم  په دوو برخو هستې اوالكترونونو  وويشي . په1930  لسيزه كې بياهم پوهان په دې وتوانيدل ترڅو هسته هم ماته او په دوو برخو يعنى پروتونونو او نيوترونونو ئې وويشي . له دغې لسيزې راپه ديخوا داسي سوچ كيده چې بشر د توكو د جوړښت راز ته نږدې شوى دى. په هغه وخت کې داسي ويل كيدل چې اتوم د دريو بڅركو لكه الكترون ، پروتون  اونيوترون څخه چې د لمړنيو بڅركو او ياهم كوارك په نامه يادشول جوړ شوى دى. همدارنګه د الفا د شتون تشريح په كوانتمي نظريې سره او د نيوترينو د شتون وړاندوينه  د انريكو فرمې له خوا چې  دبيتا د وتني پرمهال د نيوترينو وتل هم هرومور ګڼي  په همدى وخت كې  شوي وه . خو دا تمه  چې په كوانتمي تيوري سره به  ماده تشريح شي له مينځه لاړه ، دا ځكه چې د نويو بڅركو موندنه او مينځ ته راتګ لړۍ مينځ ته راغله چې تر اوسه هم دوام لرئ . په دې لړۍ كې ميون μ پيون π كاؤن K سګما ∑ اوداسي نور بڅركي مينځ ته راغلل . داټول بڅركي غير مستقر دي او نيمائي عمرونه ئې له 10-9sec  څخه تر 10-23sec پورې رسيږي ، چې دا يوه ډيره وړه موده ده او په غيرمستقيم ډول باندي ئې كچه اخيستل كيږي . پورتني بڅركي دپروتون او الكترون  يا دچارچ لرونكي بڅركو د تصادم پرمهال په ګړندكونكو ( تعجيل وركونكو ) كې رامينځ ته كيږي . تر دې دمه تر پينځه سوه  زيات بڅركي په بيلابيلو ګروپونوكې پيژندل شوي دي چې ډيرى يې په يوناني تورو سره ښوول كيږي.

بڅركى او  د بڅركى جوړه( Particle and anti particle )

 په 1928 كې  انګريز فزيكپوه پاول ديراك Paul Dirac  داسې وړاندوينه وكړه چې الكترون بايد يوبل داسي  ملګرى هم ولري چې د مثبت چارچ ليږدونكى وي چې دا بڅركى ئې د پوزيترون په نامه ونومول ، چې وروسته بيا دا ثابته شوه چې ټول بڅركى يو جوړه بڅركى لري چې د دغو دواړو بڅركو ځانګړتياوې يوشان خو يواځي چارچ ئې يودبل سره توپير لري . تجربو داښولې ده كله چې يوبڅركى دخپل جوړه بڅركى  سره يوځاى شي نو يوبل سره له مينځه وړي او په پايله كې ئې انرژي لاس ته راځي . د بيلګي په ډول كله چې يو الكترون اوپوزيترون سره يوځاى شي نو د لاندينۍاړيكې سره سم د ګاما انرژي لاس ته راځي :

پورتنۍ لاس ته راغلي ګاماګاوې يودبلې په مخالف لوري خوځیږي . داسي يو ګمان شته چې داسي سيارې اوستوري هم شته چې د جوړه بڅركو څخه جوړشوي دي. د پورتنيو ويناوو پربنسټ كه دا ډول سيارې اوياستوري يو د بل سره ټكر وكړي نو يو بل به  سره له مينځه يوسي . همدارنګه كه چيرې ځمكه چې په ټوليزه توګه له مادې څخه شوړه شوي ده  له يوې داسي سيارې سره چه هغه د ځمكي جوړه سياره  مانا چې دا سياره دمادې  له جوړې څخه جوړه شوي وي   ټكر وكړي نو يو بل به سره له مينځه يوسي چې دا حالت له ديني اړخه دقيامت يا هم د دې نړۍ د له مينځه تللو ورځ بلل كيږي .
نوربيا